چيف آف ډيفنس فورسز او د پوځ سرلښكر فيلډ مارشل سيد عاصم منير د انډونيزيا صدر پرابوو سو بيانتو سره وليدل٬ د شريكې خوښې په چارو، په سيمه ايز امنيتي صورتحال او په دوه اړخيزه دفاعي مرسته د خيالاتو څرګندونه

پېنډۍ 09 دسمبر (اے پي پي) چيف آف ډيفنس فورسز او د پوځ سرلښكر فيلډ مارشل سيد عاصم منير په اسلام آباد كښې د انډونيزيا صدر پرابوو سو بيانتو سره ليدلي دي ۔ د نهې په ورځ د آئي اېس پي آر له مخې په دې موقع د شريكې خوښې په چارو، سيمه ايز امنيتي صورتحال او په دوه اړخيزه دفاعي مرسته د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ دواړو ډلو د وروڼو …

پېنډۍ 09 دسمبر (اے پي پي) چيف آف ډيفنس فورسز او د پوځ سرلښكر فيلډ مارشل سيد عاصم منير په اسلام آباد كښې د انډونيزيا صدر پرابوو سو بيانتو سره ليدلي دي ۔ د نهې په ورځ د آئي اېس پي آر له مخې په دې موقع د شريكې خوښې په چارو، سيمه ايز امنيتي صورتحال او په دوه اړخيزه دفاعي مرسته د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ دواړو ډلو د وروڼو هېوادونو د وسله والو ځواكونو ترمېنځه موجوده د دوستۍ اړيكې لا قوي كولو لپاره د عزم پخلے وكړو۔ ګران مېلمه د پاك پوځ د وظيفائي صلاحيتونو ستائنه وكړه او په منطقه كښې امن او د استحکام په وده كښې د پاکستان د کردار اعتراف يې وكړو۔ چيف آف ډيفنس فورسز او سرلښكر د دې خبرې پخلے وكړو چې پاکستان انډونيزيا سره د اوږدې مودې اړيكو ته په درنه سترګه ګوري او د تربيې٬ د ترهګرۍ مخنيوي او په صلاحيتونو كښې د اضافې په څانګو كښې دفاعي مرستې ته لا وده وركولو له خوښۍ لري۔