اسلام آباد 09 دسمبر (اے پي پي)د سمندري چارو وفاقي وزير محمد جنيد انوار چوهدري كولمبو٬سري لنكا كښې ميډيا ته د بريفنګ په مهال د موسمياتي چېلنجونو مخ نيوي لپاره د سيمه ايزې مرستې زياتولو په ضرورت زور راوړے دے ۔وزارت لخوا جاري شوي پرېس ريليز له مخې وفاقي وزير كوم چې د طوفان ډتوا نه پس د پاكستان يو والي څرګندونې لپاره په دوه ورځنۍ دوره دے د سري …
د وفاقي وزير محمد جنيد انوار چوهدري په سري لنكا كښې د طوفان ځپلو سيمو د بحالۍ مرستې لپاره د پاكستان د عزم پخلے
اسلام آباد 09 دسمبر (اے پي پي)د سمندري چارو وفاقي وزير محمد جنيد انوار چوهدري كولمبو٬سري لنكا كښې ميډيا ته د بريفنګ په مهال د موسمياتي چېلنجونو مخ نيوي لپاره د سيمه ايزې مرستې زياتولو په ضرورت زور راوړے دے ۔وزارت لخوا جاري شوي پرېس ريليز له مخې وفاقي وزير كوم چې د طوفان ډتوا نه پس د پاكستان يو والي څرګندونې لپاره په دوه ورځنۍ دوره دے د سري لنكا ځپليو سيمو بحالۍ هڅو كښې مرستې لپاره د اسلام آباد د عزم پخلے كړے۔وزيراعظم محمد شهباز شريف٬حكومت او د پاكستان اولس لخوا د جذبات څرګندولو سره جنيد انوار چوهدري طوفان څخه د شوي زيان په اړه د غمرازۍ څرګندونه وكړه ۔ وفاقي وزير جنيد انوار چوهدري هر ممكن بشري او تكنيكي مرستې وركولو لپاره د پاكستان د عزم پخلے وكړو ۔وفاقي وزير ووئيل د وزيراعظم هدايات نه پس سري لنكا لپاره د بشري مرستې پېكج وړاندې رالېږلے شوے۔ده ووئيل كولمبو كښې د پاكستان هائي كمشنر ميجر جنرل فهيم العزيز د نېشنل ډيزاسټر منيجمنټ اتهارټي سره په ګډه د سري لنكا چارواكو سره كار كوي دغسې چې د مرستې سامان په وخت ترسيل او تقسيم باوري كړی شي۔ده د سري لنكا اولس لپاره دعا كولو سره ووئېل پاكستان نن او تل به د يو باور وړ دوست او شراكتدار په توګه د سري لنكا سره ولاړ وي۔











