د آزاد جمو او کشمير وزيراعظم فيصل ممتاز راټھور او د وفاقي وزير انجينئر امير مقام ملاقات

اسلام آباد 09 دسمبر (اے پي پي) د آزاد جمو او کشمير وزيراعظم فيصل ممتاز راټھور او د كشمير او ګلګت بلتستان وفاقي وزير انجينئر امير مقام ترمېنځه په كشمير هاٶس كښې ملاقات شوے٬ په دې موقع وفاقي وزير انجينئر امير مقام دوي له باور وركړو چې وفاقي حکومت به د آزاد جمو و کشمير د رغونې و ترقۍ عمل تندولو لپاره هر ډول ممكن مرسته روانه ساتي۔ په دې …

اسلام آباد 09 دسمبر (اے پي پي) د آزاد جمو او کشمير وزيراعظم فيصل ممتاز راټھور او د كشمير او ګلګت بلتستان وفاقي وزير انجينئر امير مقام ترمېنځه په كشمير هاٶس كښې ملاقات شوے٬ په دې موقع وفاقي وزير انجينئر امير مقام دوي له باور وركړو چې وفاقي حکومت به د آزاد جمو و کشمير د رغونې و ترقۍ عمل تندولو لپاره هر ډول ممكن مرسته روانه ساتي۔ په دې موقع وفاقي وزير انجنئير امير مقام د آزاد جمو و کشمير وزيراعظم تود هركلي كولو سره دوي ته په منصب سنبهالولو مباركي وركړه۔ په ملاقات كښې د شريكې خوښې په چارو٬ د كشمير مسئلې په تازه صورتحال او په آزاد کشمير كښې په روانو او په مجوزه پرمختيائي منصوبو تفصيلي خبرې وشوې۔ دواړه مشران په دې سلاح شول چې د کشمير كسئله به په نړيواله كچه په موثره ډول رامخې ته كولې شي٬ دوي صلاح يوه كړه چې په مقبوضه کشمير كښې د بشري حقونو خلاف ورزۍ به نړيوالې ورورولۍ ته په نور واضحه ډول وړاندې كولې شي۔