ابوظهبی۔9 دسمبر(اے پی پی) د منصوبه بندۍ ٬ پرمختګ او خصوصي اقدامات وفاقي وزير پروفېسر احسن اقبال وئيلي دي پاكستان به پوليو ختمولو له په راروانو څلورو كلونو كښې 639.54 ملین ډالر بيل كړي دغسې چې راروانو نسلونو لپاره پوليو فري پاكستان باوري كړے شي۔ ده د نهې په ورځ په ابوظهبی كښې پوليو ختمولو له په هائی لیول پلیجنګ موومنټ كښې د پاكستان نمائندګي كوله۔ وفاقي وزير د لکھونو …
پاكستان به پوليو ختمولو لپاره په راروانو څلورو كلونو كښې 639.54 ملین ډالر بيل كړي: احسن اقبال
ابوظهبی۔9 دسمبر(اے پی پی) د منصوبه بندۍ ٬ پرمختګ او خصوصي اقدامات وفاقي وزير پروفېسر احسن اقبال وئيلي دي پاكستان به پوليو ختمولو له په راروانو څلورو كلونو كښې 639.54 ملین ډالر بيل كړي دغسې چې راروانو نسلونو لپاره پوليو فري پاكستان باوري كړے شي۔ ده د نهې په ورځ په ابوظهبی كښې پوليو ختمولو له په هائی لیول پلیجنګ موومنټ كښې د پاكستان نمائندګي كوله۔ وفاقي وزير د لکھونو كوچنيانو پوليو څخه بچ كولو له په پرله پسې هڅو كولو او پاكستان سره د باور ٬ انسانيت او ګډو مقاصدو په بنياد د مضبوطې همكارۍ په باوري كولو د متحدہ عرب امارات د صدر شېخ بن زید النهیان مننه وكړه۔ وفاقی وزیر په دې خبره زور راوړو چې راتلونكو نسلونو لپاره په پاكستان كښې پوليو ختمول اخلاقي ذمه واري او قامي فريضه ده او پاكستان دا فرض د يو والي جذبې او قامي ارادې سره ترسره كوي۔ احسن اقبال د وزيراعظم شهباز شريف د سياسي مشرتابه ستائنه وكړه چې له مخې يۍ د پوليو ختمول قامي ترجيح ګرځولې شوې او د اړان پاكستان لاندې په جامع صحت اصلاحات كښې پوليو انفراسټركچر شامل كړے شوے ۔ وفاقي وزير پروفېسر احسن اقبال ووئيل پاكستان به پوليو ختمولو له په راروانو څلورو كلونو كښې 639.54 ملین ډالر بيل كړي دغسې چې راروانو نسلونو لپاره پوليو فري پاكستان باوري كړے شي۔ د پوليو ختمولو لپاره د ګېټس فاؤنډېشن لخوا د 1.2 بلین ډالر اعلان وكړے شو۔ وفاقي وزير بل ګېټس سره ملاقات وكړو په كوم كښې چې هغه پوليو ختمولو لپاره د پاكستان كلك عزم تكرار كړو او د وزيراعظم لخوا د تشكر پېغام يۍ هغه ته ورسولو په كوم كښې چې په پاكستان كښې د پوليو ختمولو په هڅو كښې د قدر وړ خذمات اعتراف وكړے شو











