ملګري ملتونه ۔ 9 دسمبر(اے پي پي) پاكستان په ملګرو ملتونو كښې سمندري غلبه مسترد كولو سره د محفوظو او سولئيزو بحري سيمو ملاتړ اعلان كړے دے۔ د ملګرو ملتونو په عمومي اسمبلۍ كښې د پاكستان استازي ذوالفقار علي ووئيل د نړۍ سمندرونه بايد د همكارۍ سيمې وي او پاكستان به كله هم داسې كومه هڅه قبوله نه كړي چې مقصد يۍ په بحري سيمو غلبه ترلاسه كول يا ساحلي …
په ملګرو ملتونو كښې پاكستان د سمندري غلبې مسترد كولو اعلان ٬ د محفوظ او سولئيز, سمندري سيمو ملاتړ
ملګري ملتونه ۔ 9 دسمبر(اے پي پي) پاكستان په ملګرو ملتونو كښې سمندري غلبه مسترد كولو سره د محفوظو او سولئيزو بحري سيمو ملاتړ اعلان كړے دے۔ د ملګرو ملتونو په عمومي اسمبلۍ كښې د پاكستان استازي ذوالفقار علي ووئيل د نړۍ سمندرونه بايد د همكارۍ سيمې وي او پاكستان به كله هم داسې كومه هڅه قبوله نه كړي چې مقصد يۍ په بحري سيمو غلبه ترلاسه كول يا ساحلي رياستونه وروستو كول وي۔ ده د “Oceans and the Law of the Sea” سرخط لاندې شوې مباحثې ته خطاب كښې ووئيل د پاكستان تجارت ٬ سلامتيا او سيمه ايزې رابطې سمندري استحكام سره ژور تړون لري۔ ده ووئيل د كال 1982 د ملګرو ملتونو د بحريات د قانون كنونشن (یو اېن سی اېل او اېس) سمندري فعاليتونو لپاره يو مضبوط قانوني بنياد برابروي او د 21مې پېړۍ غوښتنې دا دي چې بحري سيمې د تصادم او مقابلې مېدان جوړولو په ځاے دې د همكارۍ ذريعه جوړې كړې شي۔ پاکستانی استازي په 17 جنورۍ 2026 د نافذ كېدونكې نوې نړيوالې لوظنامې ٬ كومه چې د سمندري حياتياتي تنوع تحفظ په اړه ده ٬ هركلے وكړو او دا يۍ لوي پېشرفت وګرځولو۔ ذوالفقار علي ووئيل پاكستان په ګڼ اړخيزه نظام بشپړ باور لري او نړيوالې ورورولۍ سره به په ګډه سمندرونه امن ٬ ګډې سوكالۍ او د شموليتي پرمختګ سيمې جوړولو له كار روان ساتي۔











