اسلام آباد۔9 دسمبر(اے پي پي) وزیراعظم شهباز شریف وئيلي دي پاكستان په سيمه ايز او نړيوال امن او شريك سولئيز ژوند كښې خوښي لري ٬ په كال 1971 كښې د پاك سمندري پوځ افسرانو په مړانه او زړورتيا د سمندري پولو ساتنه په ملي تاريخ كښې ټولو عمري لپاره باوري كړه۔ د نهې په ورځ د پاك بحريه يادګار "هنګور ډے" 9 دسمبر 2025ء په موقع په خپل پېغام كښې …
پاكستان د سيمه ايز ٬ نړيوال امن او شريك سولئيز ژوند خوښي لري ٬ په كال 1971 كښې د پاك بحريه افسرانو په مړانه او زړورتيا د سمندري پولو ساتنه ټول عمري لپاره باوري كړه ٬ د وزيراعظم شهباز شريف د ’’هنګور ډے‘‘ په موقع پيغام
اسلام آباد۔9 دسمبر(اے پي پي) وزیراعظم شهباز شریف وئيلي دي پاكستان په سيمه ايز او نړيوال امن او شريك سولئيز ژوند كښې خوښي لري ٬ په كال 1971 كښې د پاك سمندري پوځ افسرانو په مړانه او زړورتيا د سمندري پولو ساتنه په ملي تاريخ كښې ټولو عمري لپاره باوري كړه۔ د نهې په ورځ د پاك بحريه يادګار “هنګور ډے” 9 دسمبر 2025ء په موقع په خپل پېغام كښې وزیراعظم ووئيل په 9 دسمبر 1971ء د پاك بحريه آبدوز هنګور د خپلو افسرانو او عملې په مشرتابه كښې ځانګړې كاركردګۍ سره د پاكستان دفاع مضبوطه كړه۔ پاكستانے اولس د پاك بحريه په افسرانو او عملې او د هنګور آبدوزو په څير په قيمتي اثاثو وياړي۔ ده ووئيل پاك بحريه په تاريخ كښې تل د بزدل دښمن پټ وار په ځانګړي كردار ناكامه كولو سره د هېواد عزت او تكريم زيات كړے دے۔ پاكستان په سيمه ايز او نريوال امن او شريك سولئيز ژوند كښې خوښي لرلې ده او دې سره سره د وطن دفاع مضبوطه ٬ مستحكم او محفوظه ساتلو عزم لري۔ ده ووئيل د 9 دسمبر ورځ دښمن ته دا خبره يادولو له پورا ده چې د پاكستان سمندري پولې د پاك پروردګار په فضل سره په مضبوطو لاسونو كښې دي











