بينظيرانكم سپورټ پروګرام كښې د سپيځلتيا نظام ته مونږ وړومبې پام لرنه كوو ۔سنيټر روبينه خالد

اسلام آباد 09 دسمبر (اے پي پي)د بينظير انكم سپورټ پروګرام چيئرپرسن سينيټر روبينه خالد وئېلي دي سپيځلتيا٬ديانت داري او احتساب د قوي پاكستان بنياد دے۔بينظيرانكم سپورټ پروګرام كښې سپيځلتيا زمونږ وړومبې پام لرنه ده ٬ د بدعنوانۍ په ضد په زيرو ټالرينس پالېسۍ په سختۍ سره عمل شو دے۔د بدعنوانۍ مخ نيوي نړيوالې ورځ په موقع جاري خپل پیغام كښې سينيټر روبينه خالد ووئېل بدعنواني د هېواد پرمختګ كښې …

اسلام آباد 09 دسمبر (اے پي پي)د بينظير انكم سپورټ پروګرام چيئرپرسن سينيټر روبينه خالد وئېلي دي سپيځلتيا٬ديانت داري او احتساب د قوي پاكستان بنياد دے۔بينظيرانكم سپورټ پروګرام كښې سپيځلتيا زمونږ وړومبې پام لرنه ده ٬ د بدعنوانۍ په ضد په زيرو ټالرينس پالېسۍ په سختۍ سره عمل شو دے۔د بدعنوانۍ مخ نيوي نړيوالې ورځ په موقع جاري خپل پیغام كښې سينيټر روبينه خالد ووئېل بدعنواني د هېواد پرمختګ كښې تر ټولو لويې خنډ دے٬د دې خاتمې لپاره د اجتماعي هڅو ضرورت دے٬د اولس وسائلو كښې خيانت د نه معاف كېدو جرم دے٬ دې ووئېل كرپشن په ضد جنګ كښې د هر وګړي كردار مهم دے۔دې ووئيل د بي آئي ايس پي مرسته د سپيځلې ترسيل نظام د لارې تر مستحقينو نيغ په نيغه رسېږي۔