د نړيوال مالياتي فنډ انتظامي بورډ پاكستان لپاره د 1.2ارب ډالر قسط منظوری وركړه

اسلام آباد۔9 دسمبر(اے پی پی) د نړيوال مالياتي فنډ انتظامي بورډ پاکستان لپاره نزدې د 1.2 ارب ډالر فنډز وركولو منظوري وركړې ده ۔ د نړيوال مالياتي فنډ لخوا د جاري شوي پرېس ريليز له مخې د آئی اېم اېف انتظامی بورډ د توسیعی فنډ سهولت لاندې د پاكستان د اقتصادي اصلاحات پروګرام دويمه جائزه بشپړه كړه۔ دې سره سره د ریزلئینس اېنډ سسټېن اېبلیټی فنډ لاندې د پروګرام د …

اسلام آباد۔9 دسمبر(اے پی پی) د نړيوال مالياتي فنډ انتظامي بورډ پاکستان لپاره نزدې د 1.2 ارب ډالر فنډز وركولو منظوري وركړې ده ۔ د نړيوال مالياتي فنډ لخوا د جاري شوي پرېس ريليز له مخې د آئی اېم اېف انتظامی بورډ د توسیعی فنډ سهولت لاندې د پاكستان د اقتصادي اصلاحات پروګرام دويمه جائزه بشپړه كړه۔ دې سره سره د ریزلئینس اېنډ سسټېن اېبلیټی فنډ لاندې د پروګرام د اولنۍ جائزې منظوري هم وركړې شوه۔ د پرېكړې په نتيجه كښې به د توسیعی فنډ سهولت لاندې پاكستان لپاره نزدې 1 ارب ډالر او د ریزلئینس اېنډ سسټېن اېبلیټی فنډ لاندې نزدې 200 ملین ډالر په سمدستي توګه جاري كړې شي چې ورسره د دواړو انتظامات لاندې د ټول رقم ادائيګي نزدې 3.3 ارب ډالر ته رسېدلې ده۔ نړيوال مالیاتي فنډ په 25ستمبر2024 پاكستان لپاره په 37 مياشتو د مشتمل توسیعی فنډ سهولت پروګرام منظوري وركړې وه چې مقصد يۍ معیشت لچکدار جوړولو سره تلپاتې پرمختګ ممكن كول وو۔ د پرېس ریلیز له مخې په 28 مياشتو مشتمل ریزلئینس اېنډ سسټېن اېبلیټی فنډ پروګرام په 9 مئی 2025 منظور شو او دا د قدرتي آفتونو خطرو كښې د كمي او د موسمياتي موزونيت حوالې سره د پاكستان د چارواكو د هڅو مرسته كوي۔ د آئی اېم اېف ډپټی منېجنګ ډائرېکټر او قائم مقام چیئر نائجل کلارک ووئيل د توسیعی فنډ سهولت پروګرام لاندې د اصلاحات نفاذ په پاكستان كښې د كلي معيشت استحكام په ځاے ساتلو كښې مرسته كړې ده۔ په حقیقی جی ډی پی كښې تندي رامخې ته شوې ٬په مالياتي او بهرني عدم توازن كښې نور هم كمے رامخې ته شوے ۔ ده ووئيل موجوده سختې مالياتي پالېسۍ په افراط زر كښې كمي كولو كښې مهم كردار ترسره كړے او دا بايد دغسې روانه وساتلې شي دغسې چې افراط زر د اسټېټ بنك د ټاكلي هدف دننه پاتي شي