ملګري ملتونه ۔9 دسمبر(اے پی پی) پاکستان د يوكرېن جګړې په مهال د باور په كمي او د سولئیز شريك ژوند خطرو په اړه نړیوالې ټولنې ته خبردارے ورکړے دے۔ په ملګرو ملتونو كښې د پاکستان سفیر عاصم افتخار احمد وئیلي دي په يوکرېن کښې روانې سختې جګړې نړیوال باور کمزورے کړے او سولئیز ګډ ژوند یې تر سخت فشار لاندې راوستلے دے، په دې تناظر كښې د شخړو سوله …
پاكستان د يوكرين جنګ په سبب د باور په كمي او د سولئیز شريك ژوند خطرو په اړه نړیوالې ټولنې ته خبردارے
ملګري ملتونه ۔9 دسمبر(اے پی پی) پاکستان د يوكرېن جګړې په مهال د باور په كمي او د سولئیز شريك ژوند خطرو په اړه نړیوالې ټولنې ته خبردارے ورکړے دے۔ په ملګرو ملتونو كښې د پاکستان سفیر عاصم افتخار احمد وئیلي دي په يوکرېن کښې روانې سختې جګړې نړیوال باور کمزورے کړے او سولئیز ګډ ژوند یې تر سخت فشار لاندې راوستلے دے، په دې تناظر كښې د شخړو سوله ايز حل او په دوه اړخيزه مرسته كښې همكاري زياتولو ته اړتيا ده۔ ده له سلامتي كونسل څخه وغوښتل چې هغه دې او اېس سي اي سره همكارۍ ته وده وركړي دغسې چې د نړيوال استحكام ٬ د قانون د سرلوړي او د ملګرو ملتونو په مشرۍ كښې د ګڼ اړخيزتوب اصولو ملاتړ وكړے شي۔ سفير په دې خبره زور راوړو چې نړيوالې كميونټۍ له به د هلسنکي اصولو بيا ژوندي كولو سره د باور او امنيت زياتولو اقدامات (سی بی اېمز) خپلولو ٬ مكالمه او سفارتكارۍ ته پام ګرځول وي۔ ده د پاكستان دريځ په ډاګه كولو سره ووئيل په نړيوال سياسي تاؤ تريخوالي كښې د امن په ځاے ساتلو تر ټولو مؤثره تګلاره همكاري ٬ ګډ امنيتي اقدامات او د شخړو سولئيز حل دے۔











