باکو 09 دسمبر (اے پي پي) د پاکستان د قامي ورثه او كلتور وفاقي وزير اورنګزيب خان کھچي وئيلي دي پاکستان په آذربائيجان وياړ لري چا چې د او آئي سي کلچرل فيسټيول "باکو کري ايټو ويك – 2025" په څېر د تاريخي او مهم ايونټ كوربتوب كړے۔ د فېسټول پرانستې دستورې ته خپلې وېنا كښې ده ووئيل باکو نن د اسلامي نړۍ د كلتوري او تخليقي فکر مرکز جوړ …
باکو كښې د او آئي سي کلچرل فيسټيول 2025 پېل شو ، پاکستان د آذربائيجان په كوربتوب وياړ لري ۔ اورنګزيب کھچي
باکو 09 دسمبر (اے پي پي) د پاکستان د قامي ورثه او كلتور وفاقي وزير اورنګزيب خان کھچي وئيلي دي پاکستان په آذربائيجان وياړ لري چا چې د او آئي سي کلچرل فيسټيول “باکو کري ايټو ويك – 2025” په څېر د تاريخي او مهم ايونټ كوربتوب كړے۔ د فېسټول پرانستې دستورې ته خپلې وېنا كښې ده ووئيل باکو نن د اسلامي نړۍ د كلتوري او تخليقي فکر مرکز جوړ شوے٬ كوم چې د مسلمان هېوادونو ترمېنځه مرستې ته نوې اړخ وركوي۔ ده په دې خبره زور راوړو چې پاکستان تل په داسې اقدامات كښې بشپړه برخه اخستو لپاره چمتو دے٬ كوم چې اسلامي اتحاد مضبوط كړي او مشترکه كلتوري اقدارو ته وده وركړي٬ اورنګزيب کھچي ووئيل دا پليټ فارم يوازې يو فيسټيول نه دے بلكې په اسلامي نړۍ كښې د كلتوري قربت، تخليقي تبادلو او د ستراتېژكې مرستې مهمه موقعه ده۔











