د پوليو ورکرز کردار د اهميت وړ او د پوليو په خاتمه كښې مركزي حېثيت لري۔ عائشه رضا فاروق

اسلام آباد 09 دسمبر (اے پي پي) د پوليو مخنيوي لپاره د وزيراعظم فوکل پرسن عائشه رضا فاروق وئيلي دي د پوليو ورکرز کردار د اهميت وړ او د پوليو په خاتمه كښې مركزي حېثيت لري۔٬ د پاکستان د پوليو مخنيوي پروګرام اصل طاقت د پوليو مېرمنې وركرز دي۔ د نيشنل ايمرجنسي آپريشن سينټر لخوا د جاري بيان له مخې د "16 ورځنې كمپائن" له مخې د پوليو پروګرام په …

اسلام آباد 09 دسمبر (اے پي پي) د پوليو مخنيوي لپاره د وزيراعظم فوکل پرسن عائشه رضا فاروق وئيلي دي د پوليو ورکرز کردار د اهميت وړ او د پوليو په خاتمه كښې مركزي حېثيت لري۔٬ د پاکستان د پوليو مخنيوي پروګرام اصل طاقت د پوليو مېرمنې وركرز دي۔ د نيشنل ايمرجنسي آپريشن سينټر لخوا د جاري بيان له مخې د “16 ورځنې كمپائن” له مخې د پوليو پروګرام په ړه د خبرتيا هلې ځلې رواني دي۔ عائشه رضا فاروق په اسلام آباد كښې د پوليو وركرز سره خاص ملاقات وكړو۔ د اېن سي او سي له مخئ عائشه رضا فاروق په کميونټي كښې خدمات ترسره كوونكو د فرنټ لائن پوليو وركرز سره خبرې وكړې او د پوليو خاتمې لپاره يې د دوي د غېر معمولي هلو ځلو ستائنه وكړه۔