د پاکستان او انډونيزيا ترمېنځه په بېلو څانګو كښې دوه اړخيزه مرسته مضبوطولو لپاره په يو شمېر لوظنامو او مفاهمتي ياددښتونو لاسليك

اسلام آباد 09 دسمبر (اے پي پي) د پاکستان او انډونيزيا ترمېنځه په بېلو څانګو كښې دوه اړخيزه مرسته مضبوطولو لپاره په يو شمېر لوظنامو او مفاهمتي ياددښتونو لاسليك شوے دے چې پكښې حلال تجارت، د مېنځنۍ او كوچنۍ درجې كاروبار، اعليٰ تعليم، د نشه اي توكو په ضد اقدامات او روغتيا څانګې شاملې دي۔ دا لوظنامې د نهې په ورځ په وزيراعظم هاؤس كښې يوه دستوره كښې شوي چې …

اسلام آباد 09 دسمبر (اے پي پي) د پاکستان او انډونيزيا ترمېنځه په بېلو څانګو كښې دوه اړخيزه مرسته مضبوطولو لپاره په يو شمېر لوظنامو او مفاهمتي ياددښتونو لاسليك شوے دے چې پكښې حلال تجارت، د مېنځنۍ او كوچنۍ درجې كاروبار، اعليٰ تعليم، د نشه اي توكو په ضد اقدامات او روغتيا څانګې شاملې دي۔ دا لوظنامې د نهې په ورځ په وزيراعظم هاؤس كښې يوه دستوره كښې شوي چې پكښې د انډونيزيا صدر پرابوو سوبيانتو او وزيراعظم شهباز شريف هم ګډون كولو۔ دواړو مشرانو د دستورې په مهال د لوظنامو او مفاهمتي ياددښتونو دستاويزات د تبادلې مشاهده وكړه او اړوندو وزيرانو لاسليك شوې لوظنامې او د مفاهمت ياددښتونه (اېم او يوز) په رسمي توګه يو بل ته وسپارل۔ د انډونيزيا د اعليٰ تعليم، سائنس او ټيکنالوجۍ وزارت او د پاکستان هائر ايجوکيشن کميشن (اېچ اي سي) ترمېنځه د اعليٰ تعليم سرټيفيکيټس او ډګرو د شريك شناخت په حواله په لوظنامه لاسليك وشو، په دې لړ كښې د پاكستان لخوا د تعليم وفاقي وزير خالد مقبول صديقي او د انډونيزيا د تعليم وزير برائن يوليارټو ترمېنځه د دستاويزات تبادله وشوه٬ د پاکستان او انډونيزيا حکومتونو ترمېنځه د “انډونيشيئن ايډ سکالرشپ پروګرام” لوظنامه هم وشوه، د انډونيزيا خارجه وزير سګيونو او خالد مقبول صديقي ترمېنځه په دې لړ كښې د دستاويزات تبادله وشوه ٬ د حلال تجارت او سرټيفيکيشن په څانګه كښې مرستې لپاره د مفاهمتي ياددښت د دستاويزات تبادله د انډونيزيا د خارجه وزير او د پاكستان د تجارت وزير جام کمال خان ترمېنځه وشوه ٬ د قامي غذائي تحفظ وزير رانا تنوير حسين او د انډونيزيا خارجه وزير د مېنځنۍ او كوچنۍ درجې كاروبار (ايس ايم ايز) لپاره د سهولت کارۍ او کاروباري ترقۍ په اړه د اېم او يو د دستاويزات تبادله وشوه ٬ دواړو هېوادونو په آرکائيوز كښې مرستې لپاره په اېم او يو هم لاسليك وكړو٬ نائب وزيراعظم او خارجه وزير اسحاق ډار او د انډونيزيا خارجه وزير سګيونو ترمېنځه په دې لړ كښې د دستاويزات تبادله وشوه۔ دوي د نشه اي توكو د قاچاق مخنيوي او د دغې په ضد مرستې لپاره په اېم او يو لاسليك او د دستاويزات تبادله هم وكړه۔ د روغتيا په څانګه كښې مرستې لپاره د اېم او يو دستاوېزات تبادله د انډونيزيا خارجه وزير او د پاكستان د روغتيا وزير سيد مصطفيٰ کمال ترمېنځه وشوه۔