اسلام آباد۔9 دسمبر(اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف پاكستان كښې د كرپشن په اړه د ټرانسپېرنسي انټرنېشنل په اولسي تاثر اډانه رپورټ د اطمينان څرګندونې كولو سره وئيلي دي د سروے له مخې د اولس لويې شمېرې دا رائے وركړې چې زمونږ په حكومت كښې هغوي د كوم كرپشن سره نه دي مخ شوي ٬ د اولس رائے د كرپشن په ضد جنګ او سپېځلتيا ته د ودې وركولو په …
وزيراعظم پاكستان كښې د كرپشن په اړه د ټرانسپيرنسي انټرنيشنل په رپورټ د اطمينان څرګندونه
اسلام آباد۔9 دسمبر(اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف پاكستان كښې د كرپشن په اړه د ټرانسپېرنسي انټرنېشنل په اولسي تاثر اډانه رپورټ د اطمينان څرګندونې كولو سره وئيلي دي د سروے له مخې د اولس لويې شمېرې دا رائے وركړې چې زمونږ په حكومت كښې هغوي د كوم كرپشن سره نه دي مخ شوي ٬ د اولس رائے د كرپشن په ضد جنګ او سپېځلتيا ته د ودې وركولو په اړه زمونږ د هڅو اعتراف دے٬ د هېواد د معيشت لا ښه كولو ٬ اولس ته د غوره خذمات رسولو او د كرپشن په بشپړه توګه د ختمولو عزم لرؤ۔ د نهې په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې وزیراعظم د ټرانسپېرنسی انټرنېشنل په پاکستان كښې په اولسي رائے اډانه رپورټ د اطمينان څرګندونه وكړه۔ وزیراعظم ووئيل د اولس لويې شمېرې دا رائے وركړې چې زمونږ په حكومت كښې هغوي كوم كرپشن سره نه دي مخ شوې٬ د اولس رائے د كرپشن په ضد جنګ او سپېځلتيا ته د ودې وركولو په اړه زمونږ د هڅو اعتراف دے٬ د اولس اكثريت د معيشت بحالۍ لپاره حكومتي اقدامات كامياب وګرځول۔ ده ووئيل د ټرانسپېرنسی انټرنېشنل دا رپورټ د حكومت لخوا د شوو اصلاحاتو د كاميابۍ ثبوت دے۔ وزیراعظم ووئيل زمونږ حكومت په هره يوه څانګه كښې مېرټ او سپېځلتيا لپاره په ترجيحي بنيادونو كار وكړو او په دې لړ كښې د نائب وزیراعظم او خارجه وزير اسحاق ډار، چیف آف آرمی سټاف او چیف آف ډیفنس فورسز فیلډ مارشل سید عاصم منیر ، د خزانې وزير اورنګزېب او د هغه د ډلې هڅې د ستائنې وړ دي۔ وزیراعظم ووئيل د معاشي استحكام سفر پېل شوے ٬ د هېواد معيشت د لا ښه كولو ٬ اولس ته د غوره خذمات رسولو او د كرپشن په بشپړه توګه د ختمولو عزم لرؤ











