اسلام آباد۔9دسمبر(اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف وئيلي دي د آئي ايم ايف لخوا وروستنۍ مالي اجراﺀ د دې خبرې ثبوت دے چې پاكستان معاشي استحكام او پرمختګ لپاره په ضروري اقدامات عملدرآمد كوي٬ د اصلاحاتي ايجنډې په نفاذ او د معاشي پرمختګ لارې په هوارولو كښې د چيف آف ډيفنس فورسز فيلډ مارشل سيد عاصم منېر د معاونت بنيادي كردار دے٬ هغه وخت لرې نه دے چې پاكستان به …
د آئي ايم ايف لخوا د وروستي مالي اجراﺀ د دې خبرې ثبوت دے چې پاكستان معاشي استحكام او پرمختګ لپاره په ضروري اقدامات عملدرآمد كوي : وزيراعظم شهباز شريف
اسلام آباد۔9دسمبر(اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف وئيلي دي د آئي ايم ايف لخوا وروستنۍ مالي اجراﺀ د دې خبرې ثبوت دے چې پاكستان معاشي استحكام او پرمختګ لپاره په ضروري اقدامات عملدرآمد كوي٬ د اصلاحاتي ايجنډې په نفاذ او د معاشي پرمختګ لارې په هوارولو كښې د چيف آف ډيفنس فورسز فيلډ مارشل سيد عاصم منېر د معاونت بنيادي كردار دے٬ هغه وخت لرې نه دے چې پاكستان به پورونو څخه خلاصې موندلو سره په خپلو پښو اودرېږي۔ د نهې په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم د نړيوال مالياتي فنډ (آئی اېم اېف) لخوا د حکومتی معاشی اصلاحات او اقدامات مؤثره نفاذ له امله د روان پروګرام لاندې په مالي اجراﺀ د حكومت د معاشي ډلې هڅې ستائېلې دي۔ وزیراعظم ووئيل د نړيوال مالياتي فنډ لخوا په پاكستان كښې د معاشي اصلاحاتواو اقدامات په مؤثر نفاذ د اطمينان څرګندونه د معاشي ډلې او په خاص توګه د خزانې وزير اورنګزېب او د ده د ډلې د خوارۍ ښكاره ثبوت دے٬ د آئي ايم ايف لخوا وروستنۍ مالي اجراﺀ د دې خبرې ثبوت دے چې پاكستان معاشي استحكام او پرمختګ لپاره په ضروري اقدامات عملدرآمد كوے۔ وزیر اعظم ووئيل هېواد د ډيفالټ له خلې څخه ويستل او د استحكام او پرمختګ په لوري روانول يوه سخت پړاؤ ؤ كوم لپاره چې ټولو قرباني وركړه٬ سياسي ګوندونو د سياست قرباني وركولو سره او قام معاشي ستونزې وزغملې او نامكن كار يۍ د پاك پروردګار په فضل ممكن كړو۔ وزیرِاعظم ووئيل د پاك پرورګار په فضل د پاكستان معاشي اصلاحات او ډیجیټائزېشن د يو کامیاب كېس سټډی په توګه په ګرده نړۍ كښې مثال جوړ شوے ۔ ده ووئيل كه پاك پروردګار ته منظور وي د پاكستان د پرمختګ خوب به ډېر زر رښتيا شي۔ وزیراعظم ووئيل استحكام څخه وروستو د معاشي پرمختګ په لوري تللو له به سخته خواري كول وي۔ ده ووئيل د پاكستان د خادم په حېث به د پاكستان ٬ د پاكستاني اولس سوكالۍ او هېواد بهرنيو پورونو څخه تر خلاصولو به خواري روانه ساتم۔ ده ووئيل كه پاك پرردګار ته منظور وي هغه وخت لرې نه دے چې پاكستان به پورونو څخه خلاص شي او په معاشي توګه به په خپلو پښو اودرېږي۔











