اسلام آباد۔9دسمبر(اے پی پی) د قومي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق وئيلي دي چې بدعنواني د ملي پرمختګ په لاره كښې تر ټولو لوے خنډ دے او د سركاري وسائلو په سپېځلي توګه كارول د ترقۍ ضامن دي۔ دا خبره ده د مالي بدعنوانۍ نړيوالې ورځې په موقع په خپل پېغام كښې وكړه۔ د قومي اسمبلۍ سپيكر ووئيل بدعنوانی د ملي پرمختګ په لاره كښې تر ټولو لوے خنډ دے٬ …
بدعنواني د ملي پرمختګ په لاره كښې لوے خنډ ٬ د سركاري وسائلو په سپيځلي توګه كارول د ترقۍ ضامن دي: د قومي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق
اسلام آباد۔9دسمبر(اے پی پی) د قومي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق وئيلي دي چې بدعنواني د ملي پرمختګ په لاره كښې تر ټولو لوے خنډ دے او د سركاري وسائلو په سپېځلي توګه كارول د ترقۍ ضامن دي۔ دا خبره ده د مالي بدعنوانۍ نړيوالې ورځې په موقع په خپل پېغام كښې وكړه۔ د قومي اسمبلۍ سپيكر ووئيل بدعنوانی د ملي پرمختګ په لاره كښې تر ټولو لوے خنډ دے٬ پارلیمنټ او قومی اسمبلی د كرپشن په بشپړه توګه د ختمولو عزم لري۔ سپېځلتيا ٬ احتساب او د قانون سرلوړي د مضبوط جمهوريت بنيادونه دي۔ د كرپشن په ضد اولسي شعور بېدارول د ټولو ګډه ذمه واري ده۔ ده ووئيل كرپشن فري پاكستان جوړولو له به ټولو ادارو او اولس له يو ډول كردار ترسره كول وي۔ ده ووئيل د قومي وسائلو په سپېځلې توګه كارول د تلپاتي پرمختګ ضامن دي۔ ده زياته كړه چې قومي اسمبلي د كرپشن په ضد مؤثرې قانون سازۍ له فعاله هڅې كوي۔











