د انډونيشيا صدر ته وزیراعظم هاؤس ته په رارسيدو تود هركلے ووئيلے شو

اسلام آباد۔9 دسمبر(اے پی پی) د انډونيشيا صدر پرابووو سوبیانتوکا ته وزیراعظم هاؤس ته د رارسېدو په مهال تود هركلے ووئيلے شو٬ وزيراعظم شهباز شريف ګران مېلما ته هركلے ووے٬ دواړو په زړه پورې ډول مصافحه وكړه۔ د نهې په ورځ وزيراعظم هاؤس ته د راتللو په مهال د انډونيشيا صدر په درناوي كښی په باضابطه توګه د استقباليې دستوره وشوه۔ د وسله والو ځواكونو يوې چمتؤ ډلې هغه ته …

اسلام آباد۔9 دسمبر(اے پی پی) د انډونيشيا صدر پرابووو سوبیانتوکا ته وزیراعظم هاؤس ته د رارسېدو په مهال تود هركلے ووئيلے شو٬ وزيراعظم شهباز شريف ګران مېلما ته هركلے ووے٬ دواړو په زړه پورې ډول مصافحه وكړه۔ د نهې په ورځ وزيراعظم هاؤس ته د راتللو په مهال د انډونيشيا صدر په درناوي كښی په باضابطه توګه د استقباليې دستوره وشوه۔ د وسله والو ځواكونو يوې چمتؤ ډلې هغه ته ګارډ آف آنر وړاندے كړو۔ د انډونیشیا صدر د ګارډ آف آنر معائنه وكړه۔ په دې موقعه د دواړو هېوادونو ملي سرودونه وغږولې شوو۔ د انډونیشیا صدر د خپل پلاوي غړي وزيراعظم او وزيراعظم د خپلې كابينې غړي د انډونيشيا صدر سره معارفي كړل۔ د انډونیشیا صدر د وزيراعظم هاؤس په چمن كښې يوه بوټې هم نال كړو۔