د هر هيواد پرمختګ لپاره ضروري ده د ھغې ادارې قوي٬ غير جانبداره او د انصاف په اصولو ولاړې وي۔ د صدر آصف علي زرداري د بدعنوانۍ مخنيوي نړيوالې ورځ په موقع پيغام

اسلام آباد 09 دسمبر (اے پي پي) صدر مملکت آصف علي زرداري وئيلي دي د هر هېواد پرمختګ لپاره ضروري ده چې د ھغې ادارې قوي٬ غېر جانبداره او د انصاف په اصولو ولاړې وي ٬ پاكستان وخت سره د احتساب نظام ښه كولو لپاره اقدامات كړې دي، نن مونږ نړۍ سره په ګډه د ملګرو ملتونو د بدعنوانۍ نړيواله ورځ لمانځو٬ دا ورځ مونږ ته رايادوي چې د بدعنوانۍ …

اسلام آباد 09 دسمبر (اے پي پي) صدر مملکت آصف علي زرداري وئيلي دي د هر هېواد پرمختګ لپاره ضروري ده چې د ھغې ادارې قوي٬ غېر جانبداره او د انصاف په اصولو ولاړې وي ٬ پاكستان وخت سره د احتساب نظام ښه كولو لپاره اقدامات كړې دي، نن مونږ نړۍ سره په ګډه د ملګرو ملتونو د بدعنوانۍ نړيواله ورځ لمانځو٬ دا ورځ مونږ ته رايادوي چې د بدعنوانۍ په ضد هلې ځلې د حکومتونو، سول سوسائټي، ميډيا او د هر وګړي مشتركه ذمه واري ده۔ د دې خيالاتو څرګندونه صدر مملکت آصف علي زرداري د بدعنوانۍ نړيوالې ورځ په موقع خپل پېغام كښې كړې۔ ده ووئيل نن مونږ نړۍ سره په ګډه د ملګرو ملتونو د بدعنوانۍ نړيواله ورځ لمانځو٬ د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ دا ورځ په كال 2003 كښې دې لپاره ټاكلې وه چې بدعنوانۍ څخه د شوو زيانونو پلو نړيوال پام وګرځولې شي او د دې کنونشن په اهميت رڼا واچولې شي د كومې مقصد چې د كرپن لاره نيول دي۔ ده ووئيل بدعنواني د اولس باور كمزورې كوي٬ د ادارو كاركردګي متاثره كوي او وسائل ھغه خلقو ته رسېدو ته نه پرېږدي چا ته چې د دې زيات ضرورت وي،دا د پرمختګ رفتارقلاره كوي٬ د قانون په سرلوړۍ باور كموي او بنيادي سركاري خدمات هم متاثره كوي۔۔ ده ووئيل پاكستان وخت سره د احتساب نظام ښه كولو لپاره اقدامات كړي دي، بېلا بېل مالي بې ضابطګو٬ د اختيارات ناسمه كارولو او په سركاري زمكو د ناجائزه قبضو په كېسونو كښې سركاري رقوم اولس ته بېرته وركړے شوي چې ورسره اولس ته ريليف ترلاسه شوے او يو شمېر ادارو ته د دوي اثاثې وركړې شوي٬ ده ووئېل دا مثالونه ثابتوي چې كله ادارې په ديانت كار وكړي او خپله قانوني دائره كښې پاتې كېږي نو د دې ښې نتيجې رامخې ته كېږي۔ صدر مملکت ووئيل دې سره دا هم ضروري ده چې د احتساب ادارې د سياسي تړون نه پرته وي٬ چا سره امتيازي سلوك ونه كړي او خپلې كاروائۍ يوازې د قانون او سپېځلې تګلارې له مخې وچلوي۔ صدر آصف علي زرداري ووېيل سپېځتيا٬ وظيفائي معيار او اخلاقي طرز عمل د ادارو عزت جوړوي٬ كومې ادارې چې دا اصول خپلوي ھغوي نه يوازې د بدعنوانۍ لاره نيسي بلكې د اولس باور هم مضبوطوي۔ صدر مملکت ووئيل په دې موقع زه ټولو سركاري ملازمينو٬ پېشه وره كسانو او وګړو ته غږ كوم چې ھغوي د ايمانداري او د ښې حکمرانۍ د عزم پخلے وكړي٬ په ديانتداري ولاړ زمونږ اجتماعي عزم به د پاکستان ادارې مضبوطې كړي او قامي استحکام او د پرمكتګ سفر كښې به مرسته تر لاسه شي۔ صدر مملکت ووئيل د سپېځلتيا او احتساب لپاره د كار كوٶنكو ټولو تنظيمونو كاميابۍ َلپاره لاس په دعا يم او هيله لرم چې ھغوي به پاكستان كښې يوه صفا او د بدعنوانۍ نه پاكه ټولنه جوړولو لپاره خپلې هڅې دواكداره اوساتي۔