اسلام آباد 09 دسمبر (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف د بدعنوانۍ مخنيوي لپاره د حکومتي اقدامات لا كوټلي كولو د عزم پخلي سره وئيلي دي د مالي بدعنوانۍ په ضد كوټلو اقدامات ته حکومت خاص پام لرنه كوي۔ (نن) د نهې په ورځ د بدعنوانۍ مخنيوي نړيوالي ورځ په موقع په خپل پيغام كښې وزيراعظم ووئيل نن پاکستان د نړۍ سره د يو غږ په توګه د بدعنوانۍ …
د مالي بدعنوانۍ په ضد اقدامات ته حکومت خاص پام لرنه كوي: د وزيراعظم شهباز شريف د بدعنوانۍ مخنيوي نړيوالي ورځ په موقع پيغام
اسلام آباد 09 دسمبر (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف د بدعنوانۍ مخنيوي لپاره د حکومتي اقدامات لا كوټلي كولو د عزم پخلي سره وئيلي دي د مالي بدعنوانۍ په ضد كوټلو اقدامات ته حکومت خاص پام لرنه كوي۔ (نن) د نهې په ورځ د بدعنوانۍ مخنيوي نړيوالي ورځ په موقع په خپل پيغام كښې وزيراعظم ووئيل نن پاکستان د نړۍ سره د يو غږ په توګه د بدعنوانۍ مخنيوي په نړيواله ورځ د بدعنوانۍ ختمولو لپاره روان اقدامات لا مؤثره كولو له د عزم پخلے كوي۔ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ د اړخه جاري بيان له مخې وزيراعظم ووئيل 2025 كښې دا ورځ ” ځوانانو سره په ګډه د بدعنوانۍ په ضد: د ايمانداره، د عزت لرونكې سباؤن بنياد” په سرخط لمانځلې كيږي، دا سرخط د هر عمر آبادۍ په شموليت د دې خرابي د خاتمې اهميت رامخې ته كوي۔ وزيراعظم ووئيل ځوانان لويه اثاثه ده او د امناكه، سوكاله او پرمختللي سباؤن ضمانت دے ،جديد دور كښې د بدعنوانۍ نوعيت او تګلاره په تندۍ سره بدليږي ځكه د ځوانانو په شموليت دا ناسور په ښه ډول ختميدے شي۔ده ووئيل مالي بدعنواني د هېواد پرمختګ، معاشرتي تنوع او د معيشت بنيادونه کمزورې كوي او اولسي باور كمزورے کوي۔د بدعنوانۍ مخنيوي نړيواله ورځ د ټولي نړۍ وګړو له دا موقع هم وركوي چې د بدعنوانۍ خراب معاشرتي اثرات حوصله ماته كړو او د بدعنوانۍ څخه پاكې ټولنه جوړولو له د خپل عزم پخلے وكړو۔ وزير اعظم ووئيل مالي بدعنواني نه يواځې د هېواد انتظاميه کمزوري كوي بلكه د اولس روزمره ژوند ، معاشرتي انصاف او مساوات، معاشي پرمختګ او د فلاحي رياست بنيادي اصول هم متاثره كوي۔ ده د مالي بدعنوانۍ په ضد كوټلي اقدامات كول د حکومت پام لرنه ګرځولو سره ووئيل په دې لړ كښې قومي احتساب بيورو (نيب) او ټولي اړوندي ادارې په بشپړه ډول كاروائي كوي دغسې چې انتظامي ، مالياتي او اداره جاتي پشمول په هر كچه ځواب وركول باوري شي۔ده د مالي بد عنوانۍ په ضد قانوني کارروائيو او د قامي وسائلوز تحفظ لپاره د نيب هڅي وستائېلي ۔ ده ووئيل نوې نسل كښې د بدعنوانۍ مخنيوي په اړه خبرتيا پيدا كولو له نيب په زړه پورې كردار ترسره كوي۔ وزيراعظم ووئيل د منظمو مالي جرمونو له امله د خپلو روپو څخه د محرومو وګړو په وخت ډاډګيرني سره هم په نيب د اولس باور نور مستحکم شوے۔ده ووئيل په نړيواله كچه هم پاکستان دې معاشرتي خرابۍ ختمولو لپاره كوټلې شراکت داري لري۔ پاکستان د ملګرو ملتونو د بدعنوانۍ مخنيوي کنونشن ترمخه بېلو هېوادونو سره د مرستي او د شريك قانوني معاونت په مفاهمتي يادداښتونو لاس ليك كولو سره د نړيوالي شراکت دارۍ برخه دے۔ده ووئيل نن د بدعنوانۍ مخنيوي په نړيواله ورځ راځې جې د دې لوظ پخلے وكړو چې مونږ به يووالي ، شريك مقصد او منصفانه او خوشحال پاکستان له هر ممكن اقدامات كوو ۔











