حكومت به د ټيكس غلا كوونكو په ضد ايكشن اخلي٬ روان مالي كال كښې د ټيكس وصولۍ كښې 10.3 فيصد زياتوالے راغلے۔د خزانې محمد محمد اورنګزيب قامي اسمبلۍ كښې ځواب

اسلام آباد 08 دسمبر (اے پي پي)د خزانې او محصولات وفاقي وزير سينيټر محمد اورنګزيب وئېلي دي حكومت به د ټيكس غلا كوونكو په ضد بشپړ ايكشن اخلي٬سږ كال د ټيكس وصولو كښې 10.3 فيصد اضافه شوې ده٬ د آئي ايم اېف په رپورټ كښې په 15 سفارشات كښې په ګڼ شمېر حكومت د وړاندې نه كار كوي۔د ګل په ورځ قامي اسمبلۍ غونډه كښې د ټيكس غلا او محاصل …

اسلام آباد 08 دسمبر (اے پي پي)د خزانې او محصولات وفاقي وزير سينيټر محمد اورنګزيب وئېلي دي حكومت به د ټيكس غلا كوونكو په ضد بشپړ ايكشن اخلي٬سږ كال د ټيكس وصولو كښې 10.3 فيصد اضافه شوې ده٬ د آئي ايم اېف په رپورټ كښې په 15 سفارشات كښې په ګڼ شمېر حكومت د وړاندې نه كار كوي۔د ګل په ورځ قامي اسمبلۍ غونډه كښې د ټيكس غلا او محاصل كښې د كمي په اړه د سيد حفيظ الدين او محمد جاويد حنيف د پام راګرځولو په نوټس د خزانې وفاقي وزير ايوان ته ووئيل تېر مالي كال كښې د ايف بي آر محاصل حجم 11.7 ټريلين روپۍ ؤے ٬پيوست مالي كال كښې ترلاسه محاصل څخه 2.5 ټريلين روپۍ زيات ؤ ٬تېر كال د ايف بي آر محاصل كښې په مجموعي توګه 27 فيصد اضافه شوې وه٬ ده ووئېل په تېر مالي كال كښې انكم ټيكس كښې 28 فيصد٬سيلز ټيكس 26 فيصد٬فيډرل ايكسائز ډيوټي كښې 33 فيصد او كسټم ډيوټي كښې 16 فيصد اضافه شوې لهذا په هيڅ هم ډول دا نشي وئېلې كدې چې دا كاركردګي درست نه ده٬ ده ووئېل مالي كال 2023-24 كښې د جي ډي پي تناسب څخه د ټيكسونو شرح 8.5 فيصد وه كومه چې تېر مالي كال كښې 10.3 فيصد كچې ته راغلې او اميد دے چې د روان مالي كال په اختتام به دا 11 فيصد كچې ته ورسيږي۔(