اسلام آباد 08 دسمبر (اے پي پي)د پیټروليم وفاقي وزير علي پرويز ملك وئېلي دي وزيراعظم امر كړے دے چې د كورونو مصرف كوونكو ته د سهار 5 نه تر 10 بجو د كوم تعطل نه غېر دې د ګاز وركړه باوري كړی شي۔د ګل په ورځ د قامي اسمبلۍ غونډه كښې د قامي اسمبلۍ غړې شاهده بيګم او نور عالم خان د پام راګرځولو نوټس په ځواب كښې علي …
د وزيراعظم په امر د كورونو مصرف كوونكو ته د سهار 5 نه تر 10 بجو د كوم تعطل نه بغېر د ګاز وركړه دې باوري كړی شي۔علي پرويز ملك
اسلام آباد 08 دسمبر (اے پي پي)د پیټروليم وفاقي وزير علي پرويز ملك وئېلي دي وزيراعظم امر كړے دے چې د كورونو مصرف كوونكو ته د سهار 5 نه تر 10 بجو د كوم تعطل نه غېر دې د ګاز وركړه باوري كړی شي۔د ګل په ورځ د قامي اسمبلۍ غونډه كښې د قامي اسمبلۍ غړې شاهده بيګم او نور عالم خان د پام راګرځولو نوټس په ځواب كښې علي پرويز ملك ووئېل د ژمي په موسم كښې د ګاز طلب زياتيږي٬وزيراعظم محمد شهباز شريف موجوده صورتحال تر مخه نن هم د اعلٰی جائزې غونډې مشري كړې او د ګاز وركړه باوري كولو احكامات يې جاري كړې دي۔وفاقي وزير ووئيل ما هم په دې معامله دوه درې غونډې كړي او د ضروري اقدامات هدايت شوے ۔ده ووئيل زه د باور سره وئېلې شم چې سږ كال د تېر كال په نسبت د ګاز په لوډشيډنګ كښې ښكاره كمے راغلے۔ده ووئيل تېر كال نومبر كښې د ايل اين جي نزدې 460 ايم ايم سي ايف ډي ګاز د كورونو مصرف كوونكو ته وركړے كېدو٬سږ كال نومبر كښې د ايل اين جي نزدې 590 ايم ايم سي ايف ډي ګاز وركړے كيږي٬ نزدې 26 فيصد اضافي ګاز وركوو ۔ده ووئيل سوئي سدرن ګاز هم نزدې 18 فيصد اضافي ګاز وركړے كيږي۔ده ووئيل تېر كال په نسبت سږ كال ګيلې كمې راغلي ۔ده ووئئېل د قامي اسمبلۍ غړي نور عالم خان په وېنا پېښور كښې په 29 آپرېشنل فيز مرمت 50 كروړه روپو څخه زياتې لګېدلې دې۔وفاقي وزير ووئيل د كوئټې دننه د غلا او بل ټمپرنګ مسئلې موجود دي۔ده ووئيل نومبر كښې د 80 نه تر 90 زره ګيلې ترلاسه شوې چې پكښې د 70 نه تر 80 فيصد د اوګرا په اړه وې كومې چې مونږ په 36 ساعتوكښې دننه حل كړي۔۔











