اسلام آباد 08 دسمبر (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف د پرمختيائي منصوبو په بېلو پړاٶنو كښې د اصلاحات په اړه د جامع تګلارې ترتيبولو امر سره وئيلي دي د قامي اهميت مهمې منصوبې په سپېځلتيا په وخت سر ته رسولو ته حكومت پام لرنه كوي ، د وفاقي او صوبائي حکومتونو د شراكتدارو او سټيئرنګ کميټۍ صدارت به پخپله كوم۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د ګل په ورځ …
وزيراعظم د پرمختيائي منصوبو په بېلو پړاٶنو كښې د اصلاحات په اړه د جامع تګلارې ترتيبولو امر وكړٶ٬ د قامي اهميت مهمې منصوبې په سپېځلتيا په وخت تر سره كولو ته حكومت پام لرنه كوي۔ شهباز شريف
اسلام آباد 08 دسمبر (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف د پرمختيائي منصوبو په بېلو پړاٶنو كښې د اصلاحات په اړه د جامع تګلارې ترتيبولو امر سره وئيلي دي د قامي اهميت مهمې منصوبې په سپېځلتيا په وخت سر ته رسولو ته حكومت پام لرنه كوي ، د وفاقي او صوبائي حکومتونو د شراكتدارو او سټيئرنګ کميټۍ صدارت به پخپله كوم۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د ګل په ورځ د پرمختيائي منصوبو په وخت ترسره كولو په اړه د تګلارې په اړه د غونډې مشرۍ په مهال كړې۔ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې په غونډه كښې وفاقي وزيرانو اعظم نذير تارړ، مصدق ملک، احد خان چيمه، سېنېټر اورنګزيب٬ عطاء الله تارړ، شزا فاطمه، سردار اويس خان لغاري، علي پرويز ملک، حنيف عباسي، د نړيوال بېنك، اسيائي پرمختيائي بېنك کنټري ډائريکټرز پشمول اروندو سركاري چارواكو ګډون وكړو ٬ وزيراعظم د پرمختيائي منصوبو په بېلو پړاٶنو كښې د اصلاحات په اړه د جامع لائحې ترتيبولو امر سره ووئيل د وفاقي او صوبائي حکومتونو د شراكتدارو او سټيئرنګ کميټۍ صدارت به ږخپله كوم۔ ده په دې موقع د پرمختيائي منصوبو په اړه اصلاحات كښې په معاونت كولو د ټولو شراكتدارو٬ نړيوال بېنك او اسيائي پرمختيائي بېنك مننه وكړه۔ په غونډه كښې د نړيوال بېنك او اسيائي پرمختيائي بېنك لخوا د منصوبو په وخت بشپړتيا له تجويزونه وړاندې كړل٬ غونډې ته د بريفنګ په مهال ووئيل شول پرمختيائي منصوبو لپاره بشري وسائل د منصوبو مقاصدو سره سمولو ته اړتيا ده٬ د پرمختيائي منصوبو سر ته رسول د پي اېس ډي پي او د اے ډي پي مقاصدو او هيلو سره همكارا كولو ته اړتيا ده، په وخت پروکيورمنټ نه كېدل د پرمختيائي منصوبو د تاخير بنيادي سبب دے۔ غونډې ته ووئيل شول اي-پروکيورمنټ او د پراجيکټ ريډي نيس سهولتونه وركولو سره پروکيورمنټ تند كېدے شي، په پرمختيائي منصوبو كښئ د منظورۍ يو شمېر پړاٶنه شامل وي د كومو چې آسانولو ته ضرورت دے۔ په غونډه كښې د اصلاحات په حواله د څلور وركنګ ګروپس جوړولو په تجويز غور وشو٬ وړومبې وركنګ ګروپ به د پرمختيائي منصوبو منظورۍ د پړاٶنو او تيارۍ په اړه په اصلاحات كار كوي، دوهم ورکنګ ګروپ به پروکيورمنټ جديد او په سپېځلې خطوط سمولو په اړه په اصلاحات او درېم ورکنګ ګروپ به منصوبو لپاره د زمكې اغستو او د ري-سيټيلمنټ په چارو كښې اصلاحات كولو په اړه وي او څلورم ورکنګ ګروپ به د پرمختيائي منصوبو په اړه د انساني وسائلو او د سټاف د تعيناتۍ په اړه په اصلاحات كار كوي۔











