پينډۍ 08 دسمبر (اے پي پي) چيف آف ډيفنس فورسز و چيف آف آرمي سټاف فيلډ مارشل سيد عاصم منير ته درېو واړو وسله والو ځواكونو د اړخه د پاك پوځ جنرل هيډکوارټرز (جي ايچ کيو) كښې ګارډ آف آنر وړندې كړے شو۔دستوره كښې چيف آف نيول سټاف ايډمرل نويد اشرف(نشان امتياز)، چيف آف ايئر سټاف ايئر چيف مارشل ظهير احمد بابر سدھو او د درېو واړو وسله والو ځواكونو …
چيف آف ډيفنس فورسز فيلډ مارشل سيد عاصم منير ته د درېو واړو وسله والو ځواكونو د اړخه ګارډ آف آنر، وسله وال ځواكونه د جنګ نوو تقاضو سره همغږي لري۔ فيلډ مارشل سيد عاصم منير
پينډۍ 08 دسمبر (اے پي پي) چيف آف ډيفنس فورسز و چيف آف آرمي سټاف فيلډ مارشل سيد عاصم منير ته درېو واړو وسله والو ځواكونو د اړخه د پاك پوځ جنرل هيډکوارټرز (جي ايچ کيو) كښې ګارډ آف آنر وړندې كړے شو۔دستوره كښې چيف آف نيول سټاف ايډمرل نويد اشرف(نشان امتياز)، چيف آف ايئر سټاف ايئر چيف مارشل ظهير احمد بابر سدھو او د درېو واړو وسله والو ځواكونو اعليٰ افسرانو ګډون وكړو۔د آئي اېس پي آر له مخې سرلښكر او چيف آف ډيفنس فورسز د درېو واړو وسله والو ځواكونو افسرانو ته وينا كښې د ټول قام د غير معمولي حوصلې او عزم او په خاص توګه’’معرکه حق‘‘ كښې د پاکستان د وسله والو ځواكونو د پيشه وره پوهې پخلے وكړو۔ ده په دې خبره رڼا واچوله چې’’معرکه حق‘‘ملټي ډومين آپريشنز اوس د سباؤن جنګونو لپاره يو نوې نصابي مثال او کيس سټډي حيثيت اختيار کړېے دے۔ده هغه شهيدانو ته پيرزوئنې وړاندې كړې كوم چې عمر له د قام وياړ دي۔ د درېو واړو وسله والو ځواكونو ترمينځه انضمام او همغږۍ لپاره د يو باضابطه انتظام په حاجت زور راوړلو سره ده واضحه كړه چې وسله وال به د جنګ د هغه نوو تقاضو سره همغږي لري كومې چې اوس سائبر سپيس، اليکټرو ميګنيټک سپيکټرم، خلائي حدود ، انفارمېشن آپريشنز، مصنوعي ذهانت او کوانټم کمپيوټنګ په شان د رامخې ته شوو ټيکنالوجيز پراخه قسمونو پورې رسېدلي ۔ده نوے جوړ شوے سي ډي ايف هيډکوارټرز تاريخي وګرځولو كوم به چې د سباؤن خطرو مخنيوي لپاره د درېو واړو وسله والو ځواكونو لپاره د شريك پليټ فارم ترمخه مطلوبه انضمام، ربط او همغږي وركوي۔خپل اختتامي کلمات كښې ده د وسله والو ځواكونو لپاره د خپل وژن احاطه کولو سره ووئيل مونږ له به په كلتوري توګه سباؤن خوښې او هر وخت يو چمتو جنګي قوت جوړيدل وي كوم چې د جارحيت د مخنيوي صلاحيت لري او كوم ته چې د قام بشپړه باور ترلاسه وي۔د دستوري په آخر د پاکستان نيوي او پاکستان ايئر فورس ’’معرکه حق‘‘غازيانو او اتلانو ته د جنګ په مهال د هغوې په شجاعت او بهادرۍ په اعتراف كښې اعزازات وركړے شول۔











