اسلام آباد 08 دسمبر (اے پي پي) د دفاع وزير خواجه محمد آصف سره د تاجكستان سفير شريف زاده يوسف توير د ګل په ورځ په اسلام آباد كښې ملاقات كړے دے۔د دفاع وزير خاجه محمد آصف ووئېل پاكستان دواړه هېوادونه يو بل ته رانزدې كولو لپاره د شريكې خېرسګالۍ او د ملګرتيا اړيكو ته قدر په سترګه ګوري۔د ملاقات په مهال دوه اړخيزه دفاع٬هوا بازۍ او د اقتصادي مرستې …
د دفاع وزير خواجه محمد آصف سره د تاجكستان سفير شريف زاده يوسف توير ملاقات
اسلام آباد 08 دسمبر (اے پي پي) د دفاع وزير خواجه محمد آصف سره د تاجكستان سفير شريف زاده يوسف توير د ګل په ورځ په اسلام آباد كښې ملاقات كړے دے۔د دفاع وزير خاجه محمد آصف ووئېل پاكستان دواړه هېوادونه يو بل ته رانزدې كولو لپاره د شريكې خېرسګالۍ او د ملګرتيا اړيكو ته قدر په سترګه ګوري۔د ملاقات په مهال دوه اړخيزه دفاع٬هوا بازۍ او د اقتصادي مرستې په چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه ۔د دفاع وزير ټولې تصفيه طلب سيمه ايزې مسئلې په امن حل كولو لپاره د پاكستان د عزم پخلے وكړو او منطقه كښې د امن او اقتصادي روابط ودې لپاره يې د تاجكستان هڅې وستائېلې ۔تاجك سفير د دواړو هېوادونو اولس ترمينځه موجوده د ورورولۍ په اړيكو رڼا واچوله او د شريكې خوښې په بيلو څانګو كښې يې د پاكستان سره د مرستې لپاره د خپل حكومت د عزم باور وركړو











