اسلام آباد 08 دسمبر (اے پي پي) د کشمیر ، ګلګت بلتستان چارو او سیفران وفاقي انجینئر امیر مقام په مشرۍ كښې خېبر پښتونخوا كښې د سیلولر سروسز په اړه غونډه۔ وشوه جاري شوې بيان له مخې په غونډه كښې د آئی ټی وزارت، پی ټی اے سینئر چارواكو او بېلو سیلولر کمپنیو سینئر استازو ګډون وكړو۔د غونډي په مهال وفاقی وزیر انجینئر امیر مقام د صوبې په ګڼو سيمو …
د کشمیر ، ګلګت بلتستان چارو او سیفران وفاقي انجینئر امیر مقام په مشرۍ كښې خېبر پښتونخوا كښې د سیلولر سروسز په اړه غونډه
اسلام آباد 08 دسمبر (اے پي پي) د کشمیر ، ګلګت بلتستان چارو او سیفران وفاقي انجینئر امیر مقام په مشرۍ كښې خېبر پښتونخوا كښې د سیلولر سروسز په اړه غونډه۔ وشوه جاري شوې بيان له مخې په غونډه كښې د آئی ټی وزارت، پی ټی اے سینئر چارواكو او بېلو سیلولر کمپنیو سینئر استازو ګډون وكړو۔د غونډي په مهال وفاقی وزیر انجینئر امیر مقام د صوبې په ګڼو سيمو كښې په خراب موبائل و انټرنيټ سروسز د عدم اطمینان څرګندونه وكړه۔ده سپارښتنه وكړه چې فائبر آپټك لګولو لپاره واضحه او د عمل وړ منصوبه دې په سمدستي توګه جوړه كړې شي دغسې چې اولس له ښه سهولیات وركړے شي۔د سوات سینئر منیجر غونډي ته ووئيل پورن، بیلے بابا، کانړا،کابلګرام، چوګا، مکھوزی، شاهپور او اولندر پشمول نورو سيمو كښې د فائبر لګولو او اپ ګریډېشن په اړه د نظرثانی شوے پلان به يوه اونۍ كښې جوړ كړې شي۔وفاقی وزیر سیلولر کمپنیو ته سپارښټنه وكړه چې په سمدستي توګه سروے لپاره ډلي سيمو ته ولېږئ دغسې چې سروسز كښې ښه والے راوستلے شي۔ده اړوندو ادارو ته په هنګامي بنيادونو د ګامونو پورته كولو سپارښتنه هم وكړه











