کوالالمپور/اسلام آباد 08 دسمبر (اے پي پي) د سينيټ چيئرمين سيد يوسف رضا ګيلاني د ماليزيا د سينيټ صدر سينيټر داتو اوانګ بيمي بن اوانګ علي باسه سره په كوالالمپور كښې ليدلي دي ، په ملاقات كښې د دواړو هېوادونو ترمېنځه د سفارتي، معاشي، تاريخي او د ورورولۍ اړيكې په لا قوي كولو د خيالاتو څرګندونه شوې٬ د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګيلاني په نومبر كښې د ماليزيا د …
د سينيټ چيئرمين سيد يوسف رضا ګيلاني د ماليزيا د سينيټ صدر سره وليدل، پارلماني او ستراتېژك مرستې ته په وده وركولاو اتفاق
کوالالمپور/اسلام آباد 08 دسمبر (اے پي پي) د سينيټ چيئرمين سيد يوسف رضا ګيلاني د ماليزيا د سينيټ صدر سينيټر داتو اوانګ بيمي بن اوانګ علي باسه سره په كوالالمپور كښې ليدلي دي ، په ملاقات كښې د دواړو هېوادونو ترمېنځه د سفارتي، معاشي، تاريخي او د ورورولۍ اړيكې په لا قوي كولو د خيالاتو څرګندونه شوې٬ د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګيلاني په نومبر كښې د ماليزيا د پارلماني پلاوي د اسلام اباد دورې مننه كولو سره ووئيل پاكستان ماليزه سره په ټولو څانګو كښې دوه اړخيز مرستې په پراختيا كښې خوښې لري۔ ده د دواړو هېوادونو د پارلمان د مضبوطو جمهوري رواياتو ستائنې كولو سره د پارلماني مشرانو ترمېنځه د روابطو زياتولو په ضرورت زور راوړو۔ ده ووئيل پاکستان په دواړو ايوانونو كښې ماليزيا لپاره پارلماني فرينډشپ ګروپس جوړ كړي او د ماليزيا لخوا سوئيلي اسياء لپاره د پارلماني فرينډشپ ګروپس د جوړولو هم هركلے كوٶ٬ په دې موقع د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګېلاني د آسيان په پارلماني اسمبلۍ (AIPA) كښې پاکستان ته د مبصر درجه په ترلاسه كولو كښې د ماليزيز د ملاتړ خاص مننه وكړه٬ سيد يوسف رضا ګيلاني په پاکستان كښې د سېلابونو په مهال په مرسته كولو د ماليزيا د حكومت مننې كولو سره ووئيل تېر كال په ماليزيا كښې د سېلاب په مهال پاکستان هم د مرستې سامان رالېږلے ٶ كوم چې د دواړو هېوادونو ترمېنځه د شريكې خواخوږۍ او مرستې عملي مثال دے۔ ده د وزيراعظم شهباز شريف د ماليزيا د اوسنۍ دورې او تېر كال د ماليزيا وزيراعظم داتو سري انور ابراهيم د پاكستان دوره دوه اړخيزه اړيكو لپاره ډېرې مهمې وګرځولې۔ ده د آسيان په چيئرمېن شپ د ماليزيا د قيادت ستائنې كولو سره کوالالمپور كښې په تابيا كړي د آسيان 47م سمټ په كاميابۍ مباركي وركړه او آسيان سره د پاکستان فل ډائيلاګ پارټنر شپ ترلاسه كولو لپاره يې د ماليزيا د ملاتړ منننه وكړه ٬ د اقتصادي مرستې په اړه ده په پاكستان كښې د ماليزيز د سرمايه کارۍ ستائنه كولو سره سپيشل اکنامك زونز او سپيشل انويسټمنټ فيسلي ټيشن کونسل (اېس آئي اېف سي) له مخئ د وركړې كېدونكو سهولتونو نه خبر كړو او دا هيله يې ولرله چې د ماليزيا سرمايه كار به دې موقعو څخه لا ګټه پورته كړي۔











