د انډونيزيا صدرپرابووو سوبيانتو د پاکستان په دوه ورځنۍ دوره اسلام آباد ته راورسېد

اسلام آباد 08 دسمبر (اے پي پي) انډونيزيا صدرپرابووو سوبيانتو په دوه ورځنۍ دوره پاكستان ته رارسېدلے دے ٬ صدر مملکت آصف علي زرداري او وزيراعظم شهباز شريف په نورخان ايئربيس د هغه تود هركلے وكړو ٬ په دې موقع د وفاقي كابينې غړي او لوړ پورې هم د انډونيزيا صدر هر كلي لپاره موجود وو٬ د انډونيزيا صدر چې الوتكې څخه رابهر شو نو صدر مملکت آصف علي زرداري …

اسلام آباد 08 دسمبر (اے پي پي) انډونيزيا صدرپرابووو سوبيانتو په دوه ورځنۍ دوره پاكستان ته رارسېدلے دے ٬ صدر مملکت آصف علي زرداري او وزيراعظم شهباز شريف په نورخان ايئربيس د هغه تود هركلے وكړو ٬ په دې موقع د وفاقي كابينې غړي او لوړ پورې هم د انډونيزيا صدر هر كلي لپاره موجود وو٬ د انډونيزيا صدر چې الوتكې څخه رابهر شو نو صدر مملکت آصف علي زرداري او وزيراعظم شهباز شريف ورسره سټري مشي وكړل او په روايتي لباس كښې ملبوس ماشومانو د انډونيزيا صدر پرابووو سوبيانتو ته د ګلونو ډالۍ وړاندې كړې٬ په دې موقع د انډونيزيا صدر د پاكستان خپل همڅنګ او وزيراعظم سره د زړه پورې جملو تبادله وكړه٬ د دواړو هېوادونو بېرغ هسك كړو ماشومانو هم هغه ته هركلے اووې٬ د انډونيزيا صدر ته د 21 توپو سلامي هم وكړې شوه ٬ د انډونيزيا صدر د وزيراعظم شهباز شريف په بلنه د پاكستان دوره كوي٬ دا د دوي د پاكستان وړومبۍ دوره ده ٬ د انډونيزيا څخه آخري صدارتي دوره په كال 2018 كښې صدر جوکو ويدودو كړې وه٬ دا دوره په دې لحاظ سره هم د خاص اهميت وړ ده چې سږ كال د دواړو هېوادونو ترمېنځه د سفارتي اړيكو 75مه سالګره لمانځلې كېږي٬ د خپلې دورې په مهال به صدر پرابووو سوبيانتو د وزيرِاعظم سره د پلاويو په كچه خبرې هم كوي او صدر مملکت آصف علي زرداري سره به ملاقات كوي٬ د د دورې په مهال د دواړو هېوادونو ترمېنځه تجارت، سرمايه کارۍ، دفاع، صحت، آئي ټي، موسمياتي بدلون، تعليم او د كلتور په څانګو كښې مرستې ته په وده وركولو او په سيمه ايزه او نړيواله كچه شراكتداري لا قوي كولو لپاره به جامع خبرې كېږي٬ د پاکستان او انډونيزيا نزدې ، په زړه پورې اړيكې په مشترکه اقدارو او شريكې ګټه اډانه دي٬ د صدر پرابووو سوبيانتو دا دوره به دوه اړخيزه اړيكې لا قوي كولو او په شريكو مفادو اډانه مرستې ته د پراختيا وركولو موقع رامخې ته كړي، كومه چې به د دواړو هېوادونو شراکت دارۍ له په وده كښې مرستياله ثابت شي۔