اسلام آباد 08 دسمبر (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ سيکرټريټ د مخالفي ډلي چيف وهپ ملك عامر ډوګر ته خط لېږلے دے چې پكښې د پخواني اپوزيشن ليډر عمر ايوب خان کيسز عدالت كښې د نه ځنډيدلو په اړه تحريري وضاحت غوښتلے شوے۔ د قامي اسمبلۍ وياند له مخې خط كښې ملك عامر ډوګر څخه د مخالفي ډلي مشر په اړه عدالت كښې د سماعت لاندې مقدمو تازه صورتحال …
د قامي اسمبلۍ سيکرټريټ چيف وهپ ملك عامر ډوګر ته خط وليږلو
اسلام آباد 08 دسمبر (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ سيکرټريټ د مخالفي ډلي چيف وهپ ملك عامر ډوګر ته خط لېږلے دے چې پكښې د پخواني اپوزيشن ليډر عمر ايوب خان کيسز عدالت كښې د نه ځنډيدلو په اړه تحريري وضاحت غوښتلے شوے۔ د قامي اسمبلۍ وياند له مخې خط كښې ملك عامر ډوګر څخه د مخالفي ډلي مشر په اړه عدالت كښې د سماعت لاندې مقدمو تازه صورتحال غوښتلے شوے۔اپوزيشن د اړخه سيکرټريټ خبر كړے شوے ؤ چې د عمر ايوب خان کيسز زير التواء نه دي دغسې د هغې تحريري تصديق نه دې شوے۔د مخالفي ډلي مشر د نامزدګۍ عمل بشپړولو لپاره تحريري معلومات ته اړتيا ده۔عمر ايوب خان په دغه مقدمو كښې سيکرټريټ د فريق په توګه شامل کړے۔د مخالفي ډلي مشر تقرري به د مقرره تګلارې او د تحريري تصديق ترلاسه كيدو سره مخ په وړاندې بوتللې شي۔وياند له مخې چيف وهپ حزب اختلاف ته وئيلي شوې د معاملې زر تر زره بشپړولو لپاره دې مطلوبه دستاويزات راولېږلے شي۔











