اسلام آباد 08 دسمبر (اے پي پي) د صحت وفاقي وزير سيد مصطفي کمال وئيلي دي پاکستان سوډان سره د ورورولۍ اړيكې مهمي ګڼي،د صحت په څانګه كښې د پاكستان سره مرسته قوي كولو كښې د سوډان د خوښۍ ستائنه كوو ۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د ګل په ورځ د سوډان اعليٰ پائې پلاوي سره ملاقات په مهال وكړه۔ وفاقي وزيرِ د سوډان سره د صحت په څانګه كښې …
پاکستان د سوډان د طبي عملې تربيې، د پوهانو علم او د تجربې تبادلې ته ودې لپاره چمتو دے۔سيد مصطفيٰ کمال
اسلام آباد 08 دسمبر (اے پي پي) د صحت وفاقي وزير سيد مصطفي کمال وئيلي دي پاکستان سوډان سره د ورورولۍ اړيكې مهمي ګڼي،د صحت په څانګه كښې د پاكستان سره مرسته قوي كولو كښې د سوډان د خوښۍ ستائنه كوو ۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د ګل په ورځ د سوډان اعليٰ پائې پلاوي سره ملاقات په مهال وكړه۔ وفاقي وزيرِ د سوډان سره د صحت په څانګه كښې مرستي لا زياتولو لپاره د پاكستان د عزم پخلے وكړو،پاکستان د سوډان د طبي عملې تربيې، د پوهانو علم او د تجربې تبادلې زياتولو لپاره چمتو دے، پاکستان مرسته تر كوم خاص څانګې محدود ساتل نه غواړي۔ده ووئيل فارماسيوټيکل، ميډيکل ډيوائسز او ريګوليټري چاري د ډريپ په دائره کار كښې راځي، پاکستان د ډبليو ايچ او ريګوليټري ميچورټي ليول 3 ترلاسه كولو پلو پيشرفت کوي،پاکستان كښې د ميډيکل ټورازم ودې له لوظي يو۔ده ووئيل د ويزا سهولت کارۍ په چارو د پاکستان سفارت سره په مشاورت مخ په وړاندې روان يو،خارجه وزارتِ موثره او په وخت پيشرفت لپاره د شريكې مرستي د يادداښت عمل تند كړے دے ۔ده ووئيل پاکستان به هنګامي ردِ عمل، بحالۍ، د كار استعداد زياتولو او د اوږدې مودې شراکت دارۍ لپاره مرسته روانه ساتي۔ملاقات كښې د سوډان پلاوي هېواد كښې د روغتيا څانګه كښې د چيلنجونو په اړه د روغتيا وفاقي وزير ته ووئيل سوډان د راروانو 5 كلونو لپاره كوټلي تګلاره جوړه كړې چې پكښې د صحت نزدې 45 منصوبې شاملې دي۔ده د صحت څانګي بحالۍ او تعميرِ نو، طبي آلات او ټيکنالوجيز وركولو كښې د پاکستان څخه د مرستي خواست وكړو۔دغسې د صحت مرکزونو كښې د سولر توان بحالۍ او د اداره جاتي مرستي وده كښې د پاکستان څخه د مرستي خوښي لرو۔د سوډان پلاوي د پاکستان پرله پسې مرسته ستائېلو سره ووئيل دا دوره به د دواړو هېوادونو ترمينځه د ښې همغږۍ او كوټلي شراکت دارۍ سبب وګرځي۔په دې موقع د روغتيا وفاقي سيکرټري حامد يعقوب او د وزارت سينئر افسران هم موجود وو۔











