د سينيټ چيئرمين سيد يوسف رضا ګيلاني د ماليزيا ايوان نمائندګان سپيکر سره وليدل

کوالالمپور 08 دسمبر (اے پي پي) د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګيلاني د ګل په ورځ د ماليزيا په پايه تخت کوالالمپور كښې د ايوان نمائندګان سپيکر تان سري داتو ډاکټر جوهري بن عبدل سره ليدلي دي ۔ د ملاقات په مهال د پاکستان او ماليزيا ترمېنځه د اوږدې مودې د ورورولۍ اړيكو لا قوي او مستحكمولو ته صلاح يوه شوه۔ د سېنېټ چيئرمېن د دواړو هېوادونو د پارلمانونو …

کوالالمپور 08 دسمبر (اے پي پي) د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګيلاني د ګل په ورځ د ماليزيا په پايه تخت کوالالمپور كښې د ايوان نمائندګان سپيکر تان سري داتو ډاکټر جوهري بن عبدل سره ليدلي دي ۔ د ملاقات په مهال د پاکستان او ماليزيا ترمېنځه د اوږدې مودې د ورورولۍ اړيكو لا قوي او مستحكمولو ته صلاح يوه شوه۔ د سېنېټ چيئرمېن د دواړو هېوادونو د پارلمانونو ترمېنځه د پرله پسې روابطو ستائنې كولو سره په سياسي، معاشي او پارلماني څانګو كښې شريكې مرستې ته لا ودې وركولو لپاره د عزم څرګندونه وكړه۔ ده ووئيل د پاکستان او ماليزيا اړيكې په مشترکه اقدارو، كلتوري قربت او په شريك احترام اډانه دي او پاكستان ماليزيا سره خپلې شراكتدارۍ او د ورورولۍ اړيكو ته ډېر اهميت وركوي ۔ د سېنېټ چيئرمېن د دواړو هېوادونو د قوي جمهوري روايات او د فعاله پارلماني نظام ستائنې كولو سره د پارلماني فرينډ شپ ګروپس جوړول خوشبينه وګرځول۔ ده په دې خبره زور راوړو چې د لوړې كچې پارلماني تبادلې او پرله پسې مکالمه دوه اړخيزه اړيكو مضبوطولو كښې مهم كردار لوبوي۔ ده په اوسني سېلاب كښې د ماليزيا لخوا په شوې مرسته د ماليزيز حكومت مننه وكړه۔ د ملاقات په مهال په سيمه ايز او نړيوال صورتحال هم د خيالاتو څرګندونه وشوه۔