چين د پاکستان او پاکستان د چين دويم كور دے، چين په هر مشکل كښې د پاكستان ملګرتيا كړي۔عطاء الله تارړ

اسلام آباد 08 دسمبر (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاء الله تارړ وئيلي دي چين او پاکستان فولادي وروڼه دي ، چين د پاکستان او پاکستان هم د چين دويم كور دے، چين په هر مشکل كښې د پاکستان ملګرتيا كړي ده ، سېلاب ځپليو لپاره د چين کمپنيو او ادارو مرسته د ستائنې وړ ده۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د ګل په ورځ ځائې هوټل …

اسلام آباد 08 دسمبر (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاء الله تارړ وئيلي دي چين او پاکستان فولادي وروڼه دي ، چين د پاکستان او پاکستان هم د چين دويم كور دے، چين په هر مشکل كښې د پاکستان ملګرتيا كړي ده ، سېلاب ځپليو لپاره د چين کمپنيو او ادارو مرسته د ستائنې وړ ده۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د ګل په ورځ ځائې هوټل كښې د چائنه چيمبر آف کامرس ان پاکستان تر سيوري لاندې پاکستان كښې د فلډ ډيزاسټر لپاره د عطيات دستوري ته د خاص ميلمه په حيث وينا كښې وكړه۔ وفاقي وزير ووئيل پاکستان او چين خپلو كښې قوي اړيكي لري كومي چې د وخت سره سره لا قوي كيږي او دغه اړيكي مونږ ته د مشرانو څخه په وراثت كښې پاتي شوي د كومو حفاظت او قدر به چې په هر صورت كولې شي۔ده ووئيل پاکستان او چين خپلو كښې نزدې اړيكي لري، چين زمونږ لپاره دويم كور دے او دغسې پاکستان هم چين لپاره دويم كور دے۔ وفاقي وزير د چين بېلو ښارونو دورو حواله وركولو سره ووئيل پاك چين سدا بهار ملګرتيا لري،دغه ملګرتيا عمر له مستقل او قوي ده،په هر مشکل وخت كښې چين د پاكستان ملګرتيا كړي۔ وفاقي وزير ووئيل د چين لارښود چو اين لائي چې كله پاکستان ته راغلے وو نو زما مور د اسلام آباد په سړكونو د نورو ماشومانو سره د چين د بيرغ سره د هغه هركلے ے كړے ؤ ،دا هغه يادونه دي كومو ته چې مونږ نن وده وركوو،دغه زمونږ د كلتور او وراثت برخه ده۔ده ووئيل موجوده دور كښې زمونږ نوي نسل هم د پاك چين په اړه ډير څه زدكړي او دا اړيكي نن په اولسي ، كلتوري او تعليمي كچه نور هم قوي شوي دي ۔ وفاقي وزير د چين صدر شي جن پنګ او وزيراعظم لي جيانګ د پاکستان لپاره د خيرسګالۍ جذبې او مرستي مننه وكړه۔ وفاقي وزير ووئيل موسمياتي بدلون يوه عمري مسئله ده،مونږ د دې شديد اثرات ليدلي دي،پاكستان نړيوال کاربن اخراج كښې يو فيصد څخه هم لږږه برخه لري دغسې د موسمياتي بدلون اثرات په لحاظ سره مونږ د نړۍ تر ټولو زياتو ځپلو هېوادونو كښې شامل يو۔ده ووئيل كله چې پاکستان كښې لوئ سېلاب راغلے ؤ او د پنجاب پشمول بېلو سيمو كښې وګړي ځپلې شوې وو نو د چين د اړخه مرسته هغه وخت زياته مهمه ثابت شوه ، د چين کمپنيو او ادارو د خپلي سماجي ذمه وارۍ ترمخه يو ګام وړاندې تللو سره مرسته وكړه ،په دغه مرسته مونږ د چين کمپنيو مننه كوو۔ وفاقي وزير ووئيل كله چې هم مشکل حالات سره مخ كيږو نو چين عمر له زمونږ سره ولاړ وي۔ده ووئيل وخت ثابته كړې چې چين او پاکستان واقعي ”فولادي وروڼه “ دي، اولسي ، كلتوري او تعليمي تبادلې دغه ملګرتيا لا قوي كوي۔دا خبره دې ياده وي چې د چين چيمبر آف کامرس ان پاکستان د پاکستان سېلاب ځپليو لپاره ستمبر كښې د مرستې كمپائن پېل كړے ؤ كوم كښې چې غړو کمپنيو بشپړ ګډون كړے۔تر اوسه 32 کمپنيو نزدې 34 مليونه روپو څخه زياتي او امدادي سامان تقسيم لپاره جمع كړے۔ په دغه مرسته كښې خوراك،د د څښلو اوبه ، کمبلي، مچھر دانۍ او واټر پروف ترپال په شان بنيادي څيزونه شامل دي كوم چې ځپليو سيمو كښې په سمدستي توګه پكار دي