اسلام آباد 08 دسمبر (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف ګوادر پورټ سټي كښې د بجلۍ په اړه د پېښو مسئلو حل لپاره په كوټلي منصوبه په سمدستي توګه د عملدرآمد منظوري وركولو سره سپارښتنه كړې چې 100ميګا واټ سولر پراجيکټ سره به ګلګت بلتستان كښې ماحولياتي اعتبار سره د د بجلۍ د تعطل نه غير وركړه باوري كړې شي،د ګلګت بلتستان د اولس ښېګړې او معاشي پرمختګ ته …
د ګلګت بلتستان د اولس ښېګړې او معاشي پرمختګ ته وفاقي حکومت خاص پام لرنه كوي۔وزيراعظم شهباز شريف
اسلام آباد 08 دسمبر (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف ګوادر پورټ سټي كښې د بجلۍ په اړه د پېښو مسئلو حل لپاره په كوټلي منصوبه په سمدستي توګه د عملدرآمد منظوري وركولو سره سپارښتنه كړې چې 100ميګا واټ سولر پراجيکټ سره به ګلګت بلتستان كښې ماحولياتي اعتبار سره د د بجلۍ د تعطل نه غير وركړه باوري كړې شي،د ګلګت بلتستان د اولس ښېګړې او معاشي پرمختګ ته وفاقي حکومت خاص پام لرنه كوي۔د ګل په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ د اړخه جاري شوي بيان له مخې ده دا سپارښتنه د بجلۍ څانګه كښې روان اصلاحات په اړه د جاج اخستلو غونډي مشرۍ كولو سره وكړه۔په غونډه كښې نائب وزيراعظم او خارجه وزير محمد اسحاق ډار، د خزاني وفاقي وزير محمد اورنګزيب، د بجلۍ وفاقي وزير سردار اوېس احمد خان لغاري، د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاء الله تارړ ، د اقتصادي چارو وفاقي وزير احد خان چيمه، د پټروليم وفاقي وزيرعلي پرويز ملك او نورو اړوندو سركاري چارواكو ګډون وكړو۔وزيراعظم په خصوصي توګه سپارښتنه وكړه چې ګوادر پورټ سټي له د تعطل نه غير ، په مناسب بيعه او د باور وړ بجلۍ وركولو په منصوبو دې ټولي اړوندي ادارې په همغږۍ سره كار وكړي، دغسې ګلګت بلتستان كښې دې د 100ميګاواټ به سولر پراجيکټ په سمدستي توګه عمل درآمد پېل كړېے شي، 100ميګا واټ سولر پراجيکټ سره به ګلګت بلتستان كښې په ماحولياتي اعتبار سره پاكه بجلۍ باوري كړې شي۔ده ووئيل د ګلګت بلتستان اولس ښېګړې او معاشي پرمختګ ته حكومت خاص پام لرنه كوي، ګلګت بلتستان كښې صنعتي هلو ځلو ، سرمايه کارۍ او معاشي پرمختګ لپاره هر ممکن اقدامات كوو،د بجلۍ مسئلو حل لپاره د احسن اقبال په مشرۍ كښې د جوړې کمېټۍ او د توان وزرات سفارشات او اقدامات د ستائنې وړ دي۔وزيراعظم سپارښتنه وكړه چې تګلارې كښې شاملې د لنډي مودې او اوږدې مودې په پراجيکټس دې د توان وزارت كوټلي عمل درآمد باوري كړي، ګوادر كښې د بجلۍ د كوم تعطل نه غير وركول،د هېواد معاشي هلو ځلو او سرمايه کارۍ كښې د پرمختګ باوري كولو سبب وګرځي۔ده ووئيل د بجلۍ د تعطل نه غير وركول او نورو آسانيو سره به ګوادر بندرګاه د نړۍ تر ټولو ښه بندرګاه او سباؤن كښې د معاشي هلو ځلو مرکز جوړ شي۔په غونډه كښې وزيراعظم ته د توان وفاقي وزير سردار اوېس احمد خان لغاري په پاور سيکټر كښې په روانو پروژو د بريفنګ په مهال ووئيل ګوادر كښې د توان وزارت د اړخه سمدستي اقدامات په وجه د بجلۍ وركړه 42 فيصد زياته شوې د ه ،د بجلۍ وركولو كښې تعطل ختمولو نه پس راروانو 6 مياشتو كښې ګوادر كښې د وركرې كېدونكې بجلۍ وولټيج مستحکمولو لپاره هم كوټلې پلان ترتيب كړے شوے،ګوادر كښې د كورنو او كاروباري صارفينو له د بجلۍ باوري كولو لپاره كوتلي او ګټه ور ګامونه پورته كوو، د لنډي مودې پراجيکټس كښې د راروانو 8 نه تر 12 مياشتو به سرکاري ادارو كښې د 9.7 ميګاواټ سولر کپيسټي لګولې شي، ګلګت بلتستان كښې 100ميګا واټ سولر پراجيکټ په دوه برخو مشتمل دے چې پكښې د 18 ميګا واټ په بامونو د سولر پروګرام او 82 ميګا واټ په يوټيلټي سکيل سولر مشتمل دے، ګلګت بلتستان كښې په بامونو او يوټيلټي كچه سولر پراجيکټ به تر 2027 بشپړ كړے شي،ګلګت بلتستان حکومت او د توان وزارت شريكو پروژو سره به حکومت ته د كال يو ارب روپۍ بچت شي،حکومت ګلګت بلتستان كښې د بجلۍ منصوبو لپاره زمكه ، مواصلات، انفراسټرکچر او نوري آسانۍ په ټاكلې شوي وخت كښې باوري كوي











