د فيفا ورلډ كپ 2026 شېډول جاري كړے شو

واشنګټن ډي سي۔8 (اے پي پي) د فټ بال نړيوال تنظيم ( فيفا) د 2026 فټ بال ورلډ كپ شېډول جاري كړے دے چې پكښې د ټورنمنټ د 104 مېچونو مقامات او د وخت تفصيلات شامل دي۔ د دې شېډول اعلان په واشنګټن ډي سي كښې په شوي رنكا رنګ دستوره كښې وكړے شو چې پكښې د فيفا صدر جياني انفېنټينو او د فټبال دنيا ليجينډز رونالډو (برازيل) د فرانسكو …

واشنګټن ډي سي۔8 (اے پي پي) د فټ بال نړيوال تنظيم ( فيفا) د 2026 فټ بال ورلډ كپ شېډول جاري كړے دے چې پكښې د ټورنمنټ د 104 مېچونو مقامات او د وخت تفصيلات شامل دي۔ د دې شېډول اعلان په واشنګټن ډي سي كښې په شوي رنكا رنګ دستوره كښې وكړے شو چې پكښې د فيفا صدر جياني انفېنټينو او د فټبال دنيا ليجينډز رونالډو (برازيل) د فرانسكو ټوڼي ٬ هريسټو اسټوئيچكوف او د اليكسي لالاس ګدون وكړو۔ دا به د تاريخ وړومبے ورلډ كپ وي چې پكښې 48 ډلې برخه اخلي۔ د ټورنمنټ ګروپ اے د پرانستې مېچ به د مېكسيكو او سوئېلې افريقه تر مينځه په 11 جون ميكسيكو ستېډيم كښې كېږي۔دا به د 48 ډلو د فارمېټ وړومبے مېچ وي۔د فيفا تر مخه د شېډول د هر ستېډيم د حرارت درجې ٬ سفري اسانيو او د ټولې نړۍ ټائم زونز تر مخه ساتلے شوے دغسې چې زياتره خلق مېچونه نيغ په نيغه وكتلے شي۔د ورلډ كپ ټكټونو قرعه اندازي لپاره درخواستونه به سږ كال د 11 دسمبر نه تر لاسه كولې شي او تر 13 جنورۍ به دوام لري۔ خوښي لرونكې فيفا وېب پاڼې نه هم ټكټ او د مېلمستيا پېكجز بك كولې شي۔

مزید خبریں