اسلام آباد 08 دسمبر (اے پي پي) چيف آف ډيفنس فورسز/آرمي چيف فيلډ مارشل سيد عاصم منير ته په جي اېچ کيو پېنډۍ كښې د درېو واړو وسله والو ځواكونو ډلو ګارډ آف آنر وړاندې كړے دے ۔ د آئي اېس پي آر له مخې جي اېچ کيو كښې د "چيف آف ډيفنس فورسز په اعزاز كښې د ګل په ورځ د ګارډ آف آنر" دستوره وشوه ٬ دا دستوره …
چيف آف ډيفنس فورسز،آرمي چيف فيلډ مارشل سيد عاصم منير ته درېو واړو وسله والو ځواكونو ګارډ آف آنر وړاندې كړو
اسلام آباد 08 دسمبر (اے پي پي) چيف آف ډيفنس فورسز/آرمي چيف فيلډ مارشل سيد عاصم منير ته په جي اېچ کيو پېنډۍ كښې د درېو واړو وسله والو ځواكونو ډلو ګارډ آف آنر وړاندې كړے دے ۔ د آئي اېس پي آر له مخې جي اېچ کيو كښې د “چيف آف ډيفنس فورسز په اعزاز كښې د ګل په ورځ د ګارډ آف آنر” دستوره وشوه ٬ دا دستوره د پاكستان د وړومبني چيف آف ډيفنس فورسز په تعيناتۍ د فيلډ مارشل سيد عاصم منير په درناوي كښې وشوه۔ په دستوره كښې چيف آف دي نيول سټاف او چيف آف ائير سټاف پشمول اعليٰ عسکري افسرانو هم ګډون وكړو ٬ د اعزازي ډلې لخوا خاص مېلمه ته جنرل سلامي وكړې شوه٬ په دې موقع خاص مېلمه فيلډ مارشل سيد عاصم منير د اعزازي ډلې معائنه هم وكړه











