نائب وزيراعظم او خارجه سينيټر اسحاق ډار په مشرۍ كښې د پاکستان چين اړيكو ته لا ودې وركولو لپاره غونډه

اسلام آباد 08 دسمبر (اے پي پي) نائب وزيراعظم او خارجه سينيټر اسحاق ډار په مشرۍ كښې د پاکستان چين اړيكو ته لا ودې وركولو لپاره غونډه شوې۔ د ګل په ورځ د خارجه وزارت لخوا د جاري بيان له مخې په غونډه كښې د دوه اړخيزه مرستې د ټولو اړخونو جامع جاج واخستلے شو۔ نائب وزيراعظم او خارجه وزير په دې خبره زور راوړو چې د پاك چين دوستۍ …

اسلام آباد 08 دسمبر (اے پي پي) نائب وزيراعظم او خارجه سينيټر اسحاق ډار په مشرۍ كښې د پاکستان چين اړيكو ته لا ودې وركولو لپاره غونډه شوې۔ د ګل په ورځ د خارجه وزارت لخوا د جاري بيان له مخې په غونډه كښې د دوه اړخيزه مرستې د ټولو اړخونو جامع جاج واخستلے شو۔ نائب وزيراعظم او خارجه وزير په دې خبره زور راوړو چې د پاك چين دوستۍ د سفارتي اړيكو 75كلن جشن دې په ښه ډول ولمانځلې شي٬ كمېټۍ كښې دا تاريخي سنګ ميل په بامعني توګه لمانځلو او د دواړو هېوادونو د اوږدې مودې شراكتداري لا رامخې ته كولو لپاره بېلا بېلو تجويزونه وړاندې كړے شول