وزيراعظم شهباز شريف سره په امريکا كښې مېشته د پاكستاني نژاد ډاکټرز ملاقات

اسلام آباد 08 دسمبر (اے پي پي) په امريکا كښې مېشته پاکستاني نژاد ډاکټرز د وزيراعظم شهباز شريف په قيادت كښې پاکستان كښې د روغتيا څانګې پرمختګ په اړه دوي ته پېرزوئنې وړاندې كولو سره پاکستان كښې سرمايه کارۍ له خوښي څرګنده كړې ده۔ د ګل په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې په ملاقات كښې امريکا كښې مېشته پاکستاني نژاد ډاکټرز شامل وو …

اسلام آباد 08 دسمبر (اے پي پي) په امريکا كښې مېشته پاکستاني نژاد ډاکټرز د وزيراعظم شهباز شريف په قيادت كښې پاکستان كښې د روغتيا څانګې پرمختګ په اړه دوي ته پېرزوئنې وړاندې كولو سره پاکستان كښې سرمايه کارۍ له خوښي څرګنده كړې ده۔ د ګل په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې په ملاقات كښې امريکا كښې مېشته پاکستاني نژاد ډاکټرز شامل وو ٬ په پلاوي كښې ډاکټر سمير شفيع ٬ ډاکټر جواد شاه، ډاکټر تجمل حسېن، ډاکټر نعمان حېدر او نوموړے سماجي شخصيت رانا زاهد امير شامل وو٬ په ملاقات كښې د وزيراعظم يوتھ پروګرام چيئرمېن رانا مشهود احمد خان او ډاکټر سعيد اختر هم موجود وٶ۔ په دې موقع وزيراعظم اقتصادي چارو ډويژن ته د پاکستان په طب په څانګه كښې په امريكا كښې د مېشته پاکستاني فزيشنز د سرمايه كارۍ په لار كښې د مسئلو مخنيوي او د ډاکټرز پلاوي سره په ګډه پاكستان كښې د صحت په څانګه كښې د سرمايه کارۍ د عمل وړ يو تګلارې جوړولو امر وكړو