اسلام آباد 08 دسمبر (اے پي پي)د كورنيو چارو او ناركاټكس كنټرول وفاقي وزير محسن نقوي بحريه عرب كښې د نشه اي توكو په ضد كامياب آپرېشن او د پاك بحريه پيشه وره صلاحيتونه ستائېلي دي ۔په خپل بيان كښې ده د 30 لكه ډالرو 1500 كلوګرام نشه اي توكو ضبط كول يوه لويه كاميابي ګرځولو سره ووئېل پاك بحريه د خپل روايتي مهارت او مستعدي څرګندونې كولو سره د …
بحريه عرب كښې د نشه اي توكو مخ نيوي له د پاك بحريه پيشه وره صلاحيتونه د ستائنې وړ دي۔د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي
اسلام آباد 08 دسمبر (اے پي پي)د كورنيو چارو او ناركاټكس كنټرول وفاقي وزير محسن نقوي بحريه عرب كښې د نشه اي توكو په ضد كامياب آپرېشن او د پاك بحريه پيشه وره صلاحيتونه ستائېلي دي ۔په خپل بيان كښې ده د 30 لكه ډالرو 1500 كلوګرام نشه اي توكو ضبط كول يوه لويه كاميابي ګرځولو سره ووئېل پاك بحريه د خپل روايتي مهارت او مستعدي څرګندونې كولو سره د نشه اي توكو لويې كهيپ نيولے كومه چې د ستائنې وړ كارنامه ده۔محسن نقوي په دې كامياب كاروائۍ نيول چيف او آپرېشن كښې برخه اخستونكو د “يمامه”جهاز عملې ته خاص مباركي وركړه۔ده د الوتكې افسرانو او ځوانانو ته پيرزوئنې وړاندې كولو سره ووئېل دا كامياب آپرېشن د پاك بحريه د پروفيشنل ازم ښكاره ثبوت دے او ټول قام د بحريه په دې بهادر ځوانانو وياړ لري كوم چې د سمندري حدود حفاظت سره سره د غېر قانوني هلو ځلو مخ نيوي كښې هم موثر كردار ادا كوي۔د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي ووئيل د نشه اي توكو په ضد دا كاروائي پاكستان د نشه اي توكو څخه د پاكولو د قومي عزم عكاسي كوي۔د ده وينا وه چې پاك بحريه سمندر كښې د غېر قانوني هلو ځلو مخ نيوي لپاره هر وخت چمتو ده او دا ډول آپرېشنز د هېواد سلامتيا او ټولنه د دې لعنت څخه بچ كولو لپاره د ځانګړې كردار حېثيت لري۔











