ټول قوم نن د پاك پوځ سره اوږه په اوږه ولاړ دے۔حنيف عباسي

پينډۍ 07 دسمبر (اے پي پي) د ريلوے وفاقي وزير محمد حنيف عباسي وئيلي چې ټول قوم نن د پاك پوځ سره اوږه په اوږه ولاړ دے او په هيڅ ډول به د هېواد سلامتيا ته زيان ونه رسولې شي۔ باني پي ټي آئي قومي سلامتيا او د هېواد استحكام ته زيان رسوي۔تيره ورځ پينډۍ كښې پرېس كنفرنس ته وينا كښې ده ووئيل باني پي ټي آئي بيانيه د هېواد …

پينډۍ 07 دسمبر (اے پي پي) د ريلوے وفاقي وزير محمد حنيف عباسي وئيلي چې ټول قوم نن د پاك پوځ سره اوږه په اوږه ولاړ دے او په هيڅ ډول به د هېواد سلامتيا ته زيان ونه رسولې شي۔ باني پي ټي آئي قومي سلامتيا او د هېواد استحكام ته زيان رسوي۔تيره ورځ پينډۍ كښې پرېس كنفرنس ته وينا كښې ده ووئيل باني پي ټي آئي بيانيه د هېواد د ګټو ، قومي سلامتيا او رياستي ادارو په ضد ده او هغه د خپلو بيانونو او اقدامات څخه ثابت كړې چې هغه د يو خطرناك مهم برخه ده۔ده ووئيل فيلډ مارشل سيد عاصم منير په مشرۍ كښې پاكستان هند له تاريخي ماتې وركړې په دې ټول قوم په خپلو وسله والو فخر كوي خو بل پلو باني پي ټي آئي پرله پسې داسې بيانونه وركوي كوم چې د قومي ګټو په ضد دي۔د ريلوے وزير ووئيل زمونږ پوځ د لس چنده څخه زيات لوئ دښمن له ماتې وركړې كوم چې ټولي نړۍ منلے او د شهيدانو په سوب نن ټوله نړۍ كښې د پاكستان زنده باد غږونه پورته كيږي۔ده ووئيل باني پي ټي آئي زندان كښې تكليفونه نه برداشت كولو په وجه هغه د پوځ په ضد ولاړ دې۔ده ووئيل د 9 مئي شهيدانو يادګارونه مات كړې شوي ، كور كمانډر هاؤس او په جي ايچ كيو بريد شوې او هغه سازش عملي شكل اختيار كړې د كوم خواهش چې دښمن لرلو۔ده ووئيل پي ټي آئي له هند او اسرائيل څخه مالي معاونت ترلاسه كيږي د كوم نشاندهي چې فارن فنډنګ كيس كښې شوې وه۔ ده ووئيل د هېواد سلامتيا سره لوبي كونكي ذهني مريض وي پاكستاني نه شي كيدے۔ ده ووئيل د هغه خوياندي د هند په ميډيا بيانيه وركوي كوم چې د هېواد د ګټو په ضد دې۔ حنيف عباسي ووئيل د 9 مئي پېښي او ټول شواهد د ادارو سره شته او ككړ كسان غير د څه وجه اي سي ايل كښې نه دې اچولې شوي۔ده ووئيل په 10 مئي ټولي نړۍ ليدلي چې د پاكستان بهادر پوځ د هېواد عزت او وقار دنګ كړې۔ قوم خپلو شهيدانو ته سلام كوي او پاكستان به عمر له قائم و دائم وي۔