د هېواد تعمير و پرمختګ زمونږ منشور دے،د اولس سره شوې لوظونه به پوره كوو، پاك پوځ ته سپكي توري وئيونكو ذهني فتور اولس ته په ډاګه شوے،د پاك پوځ څخه زمونږ دښمن يريدلې دے۔عطا الله تارړ

لاهور 07 دسمبر (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطا الله تارړ وئيلي چې پاك پوځ څخه زمونږ دښمن يريدلې دے، چيف آف ډيفنس فورسز فيلډ مارشل سيد عاصم منير په دښمن ويره راوستلي ده، كوم پوځ چې د خپل ځان څخه 5 چنده لوئ دښمن له ماتې وركړې،هغه ته سپكي توري وئيونكي بايد شرم وكړي، مسلم ليګ (ن) په ټول هېواد كښې د تعمير و پرمختګ …

لاهور 07 دسمبر (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطا الله تارړ وئيلي چې پاك پوځ څخه زمونږ دښمن يريدلې دے، چيف آف ډيفنس فورسز فيلډ مارشل سيد عاصم منير په دښمن ويره راوستلي ده، كوم پوځ چې د خپل ځان څخه 5 چنده لوئ دښمن له ماتې وركړې،هغه ته سپكي توري وئيونكي بايد شرم وكړي، مسلم ليګ (ن) په ټول هېواد كښې د تعمير و پرمختګ پراخه جال غزولې ، نن د هېواد په ټولو برخو كښې د محمد نواز شريف او مسلم ليګ (ن) پرمختيائي پروژي په نظر راځي،د هېواد تعمير و پرمختګ زمونږ منشور دے ۔ د افسوس مقام دے چې پي ټي آئي تيرو 12 كلونو كښې خېبر پښتونخوا كھنډر جوړ كړے ، كے پي كښې نه نوې سكول جوړ شوے ، نه كالج او نه يونيورسټي جوړه شوې، محمد شهباز شريف د محمد نواز شريف د وژن ترمخه د پاكستان وړومبې او جديد كډني اينډ ليور انسټيټيوټ جوړ ګړې چرته چې يو زر ټرانسپلاټ كاميابۍ سره شوي دغسې تحريك انتشار حكومت داسې يو روغتون نه دې جوړ كړے، لاهور كښې د سېف سټيز منصوبه د مسلم ليګ (ن) ډالۍ ده كوم چې مريم نواز شريف په جديد ډول نوره هم مخ په وړاندې بوځي، پنجاب كښې په پرمختيائي پروژو په تندۍ سره كار روان دے دغسې كے پي كښې بد انتظامي او كمزور كاركردګۍ له امله اولسي مسئلې زياتيږي، بزدار پلس پلس حكومت جلسه نن اولس ځكه رد كړې چې زندان كښې بند يو بندي ذهني مريض 190 مليونه پاؤنډ غلا كړي،دغه تن د هېواد معيشت تباه كړی،دغه تن د روغتون او فلاحي پروژو فنډز هم نه دې بخښلے، 9 مئي بريد كولو او د شهيدانو يادګارونه ويجاړولو څخه لوئ كوم جرم نشته۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د اتوار په ورځ يونين كونسل 240 شبير چوك بھټه نمبر 2 نزد باګړياں كښې د پرمختيائي كارونو پرانستي په موقع اولسي غونډي ته وينا كښې وكړه۔په دې موقع ساجده فاروق تارړ، د صوبائي اسمبلۍ غړے مياں عمران جاويد، ځائې سياسي و سماجي لارښژدو پشمول ګڼ شمير وګړو ګډون وكړو۔ وفاقي وزير ووئيل د مسلم ليګ (ن) قيادت عمر له اولسي خذمت كښې بوښت دے، قائد محمد نواز شريف او د وزير اعظم محمد شهباز شريف د ويژن له مخې هېواد د پرمختګ پلو روان دے،نن د اولس سره شوې ټول لوظونه پوره كيږي، مونږ وړاندې هم اولس كښې موجود وو او نن هم الحمدالله د خپلي كاركردګۍ په سوب په اولس كښې موجود يو،د مسلم ليګ (ن) حكومت اولسي خذمت لپاره هر وخت هلي ځلي كوي۔ د اطلاعات وفاقي وزير وئويل حلقو كښې بنيادي سهولتونو ګڼي پروژي په تندۍ سره بشپړيږي۔په ټول هېولاد كښې د روانو پرمختيائي كارونو ذكر كولو سره ده ووئيل مسلم ليګ (ن) د تعمير و پرمختګ يو داسې جال غزولې چې نن هم د هېواد په هره لويه منصوبه د نواز شريف تختۍ په نظر راځي۔ عطا الهر تارړ ووئيل پښتانه زمونږ وروڼه دي،زمونږ په زړونو كښې آباد دي خو افسوس ځې خېبر پښتونخوا كښې د تيرو 12 كلونو په مهال د يو ګوند حكومت دے كوم چې صوبه كھنډر كړې ده ، نه سكول جوړ شوې ، نه كالج او نه يونيورسټي جوړه شوې۔ قائد محمد نواز شريف وژن ترمخه محمد شهباز شريف په پنجاب كښې د پاكستان جديد كډني انسټيټيوټ جوړ كړې، په دې فخر كوو چې په دې روغتون كښې يو زر څخه زيات ټرانسپلاټ شوې دي۔ مسلم ليګ (ن) پنجاب كښې فرانزك ليب جوړ كړې ، سيف سټي كيمرے لګولې دغسې خېبر پښتونخوا كښې تحريك انصاف حكومت څخه چې پوښتنه وشي چې سيف سټي كيمرے ولګوئ نو ځواب نه ترلاسه كيږي،كله چې موڼږ پوښتنه وكړو چې تاسو فرانزك ليب جوړ كړې تو ځواب نه ترلاسه كيږي، پنجاب كښې كائونټر ټيررازم ډيپارټمنټ جوړ شوې كوم چې د ترهه ګرۍ په ضد بشپړه كردار ترسره كړې، كله چې خېبر پښتونخوا حكومت څخه د سي ټي ډي ډيپارټمنټ پوښتنه وشي نو ځواب نه ترلاسه كيږي۔ده ووئيل مسلم ليګ (ن) په پنجاب كښې فرانزك ليب په شان لوئ پروژې بشپړ كړې، وزيراعلي مريم نواز صوبه كښې د پرمختيائي كارونو ريكارډ جوړوي،خپل كور خپل چھت منصوبه وي يا كروندګرو له په سبسډي ټريكټرز وركول ، كليو او شاته پاتي سيمو كښې د موبائل كلينك خبره وي يا فيلډ روغتون، صوبه كښې د سړكونو جال، صحت بنيادي سهوليات په درشل وركول وي يا ستھرا پنجاب پروګرام، سياحت وده وي يا سېف سټي كيمرو منصوبه، پي كے ايل آئي روغتون وي يا د زړه د رنځونو لپاره د صحت جديد سهوليات وركول ، په ضلعي كچه د صحت څانګه كښې اصلاحات وي يا د تعليم منصوبے، سيوريج منصوبے وي يا د مزل معياري سهوليات وركولو ښې منصوبے وي د دې كريډيټ وزيراعلي مريم نواز ته ترلاسه دے څوك چې اولسي خذمت لپاره شپه ورځ كار كوي۔ د اطلاعات وفاقي وزير په پېښور كښې جلسه د اولس د اړخه مسترد شو ګرځولو سره وئويل د شهيدانو د يادګارونو بے حرمتي كونكي د هېواد خير خواه نه دي، بزدار پلس پلس حكومت جلسه اولس مسترد كړې ده ٬ په زندان كښې بند يو بندي ذهني مريض 190 مليونه پاؤنډ غلا كړي،دغه تن د هېواد معيشت تباه كړی،دغه تن د روغتون او فلاحي پروژو فنډز هم نه دې بخښلے۔ده ووئيل د پي ټي آئي حكومت په خپل دور حكومت كښې د هند په ضد غږ نه دې پورته كړې ، كشمير او فلسطين په مسئلو خبره نه ده شوي دغسې د هغه سوشل ميډيا اكاؤنټس بهر هېوادونو څخه آپريټ كيدو سره د رياستي ادارو په ضد پروپيګنډے كښې ككړ دي،دغه كسان د دښمن آله كار جوړ شوې،9 مئي بريد او د شهيدانو د يادګارونو بے حرمتۍ څخه لوئ كوم بل جرم مشته۔ده ووئيل د پي ټي آئي د اړخه آئي ايم ايف ته پاكستان په ضد خط ليكل د افسوس وړ عمل دے، وزيراعظم محمد شهباز شريف د خپلي ډلي سره د هېواد پرمختګ لپاره شپه ورځ كار كړې،مونږ د هېواد سلامتيا لپاره د خپل سياست پرواه هم نه ده كړي ٬ وزيراعظم محمد شهباز شريف په مشرۍ كښې مونږ نه يواځې هېواد د ډيفالټ كيدو څخه بچ كړې بلكه د پرمختګ پلو مو روان كړې، نن د هېواد معيشت ښه والي پلو روان دے،د زرمبادلې پانګي زياتي شوې،ګرانۍ كښې ښكاره كمې راغلې كومي چې نړيوالي مالياتي ادارے هم مني، مثبت پاليسو په سوب ګرين پاسپورټ په ټوله نړۍ كښې عزت افزائي كيږي۔ده ووئيل اوس به چا له هم د پرمختګ د دې مزل لاره نيولو اجازه نه شي وركولې او نه به چا له د هېواد سلامتيا سره د لوبو كولو اجازه وركولې شي۔ وفاقي وزير ووئيل پاكستان وي نو مونږ به يو،ټولي قومي ادارے د وزيراعظم محمد شهباز شريف په مشرۍ كښې هېواد پرمختګ لپاره شپه ورځ كار كوي، زمونږ دفاع د يو داسې پوځ په لاسو كښې ده د كوم مشر چې فيلډ مارشل عاصم منير دے، فيلډ مارشل سيد عاصم منير د هېواد دفاع كول پيژني۔ده ووئيل پاكستان به عمر له آباد وي ، پرمختګ به كوي ، تحريك انتشار ولا به ناكامۍ سره مخ وي۔ده ووئيل سباؤن كښې به نور هم زيري ترلاسه شي۔ځائې مشرانو او كارمندانو سره خبرو كښې عطا الله تارړ ووئيل حكومت په ټولو سيمو كښې تندۍ سره پرمختيائي منصوبے بشپړوي چې ورسره به د وګړو ژوند آسان شي، پرمختيائي كارونو كښې د سړكونو جوړول ، د اوبو د نكاسۍ نظام ښه والې ، اسټريټ لائټس لګول او نور بنيادي سهوليات شامل دي۔ده ووئيل موجوده حكومت د اولسي ښېګړے پروژو ته پام لرنه كوي او هڅي كوي چې ټولو سيمو كښې د مسئلو حل ولټولې شي۔ده ووئيل د اولس آسانيو لپاره حكومت ټول وسائل كاروي او پروژې به په وخت بشپړولې شي۔په دې موقع د اطلاعات وفاقي وزير فيته كټ كولو سره د پرمختيائي منصبو پرانسته وكړه۔