اسلام آباد 07 دسمبر (اے پي پي) صدر مملكت آصف علي زرداري وئيلي چې سندھ ثقافت ډے مونږ ته د روادارۍ، تكثيريت او امن سره ژوند كولو په شان تهذيبي اقدار ودې په اړه يادګيرنه راكوي،د سندھ ثقافت د برداشت، امن او قومي يووالي علامت دے كوم چې نوي نسل ته منتقل كول زمونږ د ټولو شريكه ذمه واري ده۔د اتوار په ورځ د ايوان صدر پرېس ونګ د اړخه …
د سندھ كلتور د برداشت، امن او قومي يووالي علامت دے۔صدر مملكت آصف علي زرداري د سندھ په كلتوري ورځ پيغام
اسلام آباد 07 دسمبر (اے پي پي) صدر مملكت آصف علي زرداري وئيلي چې سندھ ثقافت ډے مونږ ته د روادارۍ، تكثيريت او امن سره ژوند كولو په شان تهذيبي اقدار ودې په اړه يادګيرنه راكوي،د سندھ ثقافت د برداشت، امن او قومي يووالي علامت دے كوم چې نوي نسل ته منتقل كول زمونږ د ټولو شريكه ذمه واري ده۔د اتوار په ورځ د ايوان صدر پرېس ونګ د اړخه جاري شوې بيان له مخې صدر آصف علي زرداري د سندھ د كلتور په ورځ په خپل پيغام كښې وئيلي چې سندھ ته دا اعزاز ترلاسه دے چې كال 1936 كښې بمبئي پريزيډنسي څخه جلا كيدو نه پس ئې يو منفرد آئيني و تهذيبي شناخت جوړ كړې،سندھ هغه وړومبۍ صوبه وه د كومي اسمبلۍ چې د قيامِ پاكستان قرارداد منظورولو سره تاريخ كښې د پريكړې وړ كردار ترسره كړې،سندھ كښې اردو ژبه وئيونكي ګڼ شمير وګړي آباد دي كوم چې شريكې همغږۍ روښانه مثال جوړوي۔صدر آصف علي زرداري ووئيل سندھۍ ژبه د هېواد پرمختتلو ژبو كښې شميرلې كيږي چرته چې ګڼ شمير ورځپاڼي، ټي وي چينلز او ريډيو د دې قوي روايت امين دي،سندھ كلچر ډے مونږ له د روادارۍ، تكثيريت او امناكه ژوند كولو په شان تهذيبي اقدار ودې په اړه يادګيرنه راكوي۔د سندھ كلتور د برداشت، امن او قومي يووالي علامت دے كوم چې نوي نسل ته منتقل كول زمونږه شريكه ذمه واري ده۔











