موټرویز رېسټ ایریاز او سهولیات ښه والي له د كوټلي تګلاري خپلولو پريكړه

اسلام آباد 06 دسمبر (اے پي پي) په ټول هېواد كښې د موټرویز رېسټ ایریاز كښې مسافرو او وګړو له د سهولیات ښه والي لپاره كوټلي تګلاري منظوری وركړې شوي چې له مخې به ئې په يو ډول واش رومز او سروس ایریاز باوري كولې شي۔د خالي په ورځ د مواصلات وزارتِ د اړخه جاري شوې تفصیلاتو له مخې د مواصلات وزير عبدالعلیم خان د موټرویز رېسټ ایریاز په موجوده …

اسلام آباد 06 دسمبر (اے پي پي) په ټول هېواد كښې د موټرویز رېسټ ایریاز كښې مسافرو او وګړو له د سهولیات ښه والي لپاره كوټلي تګلاري منظوری وركړې شوي چې له مخې به ئې په يو ډول واش رومز او سروس ایریاز باوري كولې شي۔د خالي په ورځ د مواصلات وزارتِ د اړخه جاري شوې تفصیلاتو له مخې د مواصلات وزير عبدالعلیم خان د موټرویز رېسټ ایریاز په موجوده صورتحال د عدم اطمینان څرګندوني سره وئيلي چې وګړو څخه ټول ټیکس اخستل او د هغې باوجود معیاری سهولیات نه وركول د نه قبلولو وړ دي۔وفاقی وزیرعبدالعلیم خان سپارښتنه وكړه چې په ټول موټرویز به د نړيوال معيار واش رومز، رېسټ ایریاز او بنیادی سهولیات باوري كولې شي۔ده زور راوړو چې این ایچ اے دې پھ ټول هېواد كښې رېسټ ایریاز لپاره يو ډول معیار خپلولو سره په دې لړ كښې نړيوال معیار لرونكي ادارو خذمات ترلاسه كړي۔عبدالعلیم خان ووئيل وګړو له په ټول موټرویز او ایکسپریس ویز د اودس او واش رومز ښه آسانۍ وركړې شي دغسې د صفائی،ښكلا ، ګرین بیلټس او سروس ایریاز ښه كولو له دې هارټیکلچرسټ شمولیت باوري كړې شي۔وفاقی وزیر عبدالعلیم خان زور راوړو چې كم نه كم وخت كښې بايد ښكاره او په نظر راتلونكې ښه والې وښودلې شي۔