لاهور 06 دسمبر (اے پي پي) وزیر اعظم محمد شهباز شریف وئيلي دي چې هېواد كښې د پرمختګ او سوكالۍ يو نوے دور پېل شوے،د ښه کارکردګۍ په بنياد به راروانو ټاكنو كښې كاميابي ترلاسه كوو،مریم نواز په پنجاب كښې د پرمختګ يو نوے تاريخ جوړ كړې،ماس ټرانزټ سسټم سره به د ګوجرانواله اولس تقدیر بدل شي،هېواد د پرمختګ او استحکام پلو روان دے،راتلونكي ورځو كښې به نور زيري ترلاسه …
هېواد كښې د پرمختګ او سوكالۍ يو نوے دور پېل شوے،د ښه کارکردګۍ په بنياد به راروانو ټاكنو كښې كاميابي ترلاسه كوو۔محمد شهباز شریف
لاهور 06 دسمبر (اے پي پي) وزیر اعظم محمد شهباز شریف وئيلي دي چې هېواد كښې د پرمختګ او سوكالۍ يو نوے دور پېل شوے،د ښه کارکردګۍ په بنياد به راروانو ټاكنو كښې كاميابي ترلاسه كوو،مریم نواز په پنجاب كښې د پرمختګ يو نوے تاريخ جوړ كړې،ماس ټرانزټ سسټم سره به د ګوجرانواله اولس تقدیر بدل شي،هېواد د پرمختګ او استحکام پلو روان دے،راتلونكي ورځو كښې به نور زيري ترلاسه شي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د خالي په ورځ ګوجرانواله كښې ماس ټرانزټ بس سروس د بنياد تيګه اېښودلو دستوري ته وينا كښې وكړه۔په دې موقع د پنجاب وزیر اعلیٰ مریم نواز ، ډپټی وزیراعظم اسحاق ډار، د منصوبه بندۍ وفاقی وزیر احسن اقبال،د اطلاعاتو او خپرونو وفاقی وزیر عطاء الله تارړ ، د دفاع وزير خواجه آصف ،خرم دستګیر ،مریم اورنګزیب ،رانا ثناء لله ،چیف سیکرټری پنجاب ،آئی جی پنجاب، وفاقی و صوبائی وزيران ،ځائې سیاسی و سماجی لارښودو پشمول ګڼ شمير وګړي موجود وو۔محمد شهبازشریف وئويل پنجاب كښې د اولسي خدمت او پرمختګ مزل په كال 1985 كښې زمونږ قائد مشر ورور محمد نواز شریف په مشرۍ كښې پېل شوې وو،هغه دور كښې يواځې به سياست كيدو،د پرمختيائي كارونو هيھڅ نوم او نشان نه ؤ، محمد نواز شریف په مشرۍ كښې پنجاب كښې په وړومبي ځل تعمیری سیاست پېل شوې او د نواز شریف 3 كلن دور كښې تعمیری سیاست سازشی سیاست عمر له ختم كړې،بيا قوم ته معلومه شوه چې ټوله صوبه كښې د سړكونو جال غزولې كيږي،روغتونونه، سکولونه، کالجونه ،پوهنتونونه او نورې عوامی منصوبې پېل كيږي،وزیر اعلی مریم نواز د هغه وژن ترمخه نن د اولسي خدمت هغه مزل روان ساتلے،په دې زه هغې ته پيرزوئنې وړاندې كولو سره مباركي وركوم۔ده ووئيل د مسلم لیګ (ن) سیاست د اولسي خدمت او پرمختيائي منصبو يو ښكاره عكس دے،د پنجاب وزیر اعلی نن ستاسو ښار ګوجرانواله كښې د ماس ټرانزټ بس سروس منصوبې كومه ډالۍ وركړې،دې سره به ټوله ضلع کښې د اولس تقدیر بدل شي،لري پرتو سيمو څخه راغلي، زدكونكي ، خواري كښ طبقه او ملازمانو پشمول د ژوند ټولو څانګو سره تعلق لرونكي كسانو ته به دا جدید او د مزل ښه آسانۍ ترلاسه شي۔ده ووئيل زمونږ قائد محمد نواز شریف د وزیراعلیٰ په حيث او بيا د وزیراعظم په حيث چې كوم كارونه كړي، تاریخ كښې به عمر له ياد ساتلے شي،د محمد نواز شریف تر ټولو لويه کارنامه پاکستان ایټمی قوت جوړول دي،هغه د هېواد دفاع ناقابل تسخیر جوړولو سره کراچۍ نه تر پېښور هر دړديدونكي زړه كښې ځائې جوړ كړې او ثابته كړې ئې ده چې هغه يو عظیم قائد دے،معرکه حق كښې ښه کامیابی هم د هغه ایټمی قوت په وجه ترلاسه شوي،كه پاکستان 1998 كښې ایټمی دھماکے نه وي كړي نو نن به حالات ډير مختلف وې۔محمد شهباز شریف ووئيل قائد محمد نواز شریف د هېواد د تقدیر بدلولو لپاره چې كوم خواب ليدلې وو او كومي پروژي ئې چې پېل كړې وي،نن الحمدلله د هغه خواب تعمیر او هغه منصوبو بشپړولو لپاره د پنجاب لور مریم نواز شپه ورځ محنت كوي۔ده ووئيل پنجاب كښې د کینسر روغتون،ګوجرانواله میټرو منصوبه ، فیصل آباد میټرو منصوبه، ستھرا پنجاب منصوبه ، صحت میګا پراجیکټس ،ماحولیاتی آلودګی كمولو ښه منصوبے ،جرمونو ختمولو لپاره سېف سټی منصوبه،آرزانو كورونو جوړول ،پولیس نوې نظام،راشن کارډ منصوبه،سېلاب تباه کارو نه پس د ځپليو بحالي او نورو ښارونو كښې پرمختيائي منصوبے د ستائنې وړ دي،ما ته معلومه ده چې دې څخه ښه قومی خدمت كوم بل مثال نشته٬ په دې د پنجاب وزیر اعلی مریم نواز او د هغې ډلي له مباركي وركوم۔ده ووئيل هم د دې اولسي خذمت په سوب اوسنو ټاكنو كښې كاميابي ترلاسه شوي،انشاء الله د اولسي خدمت دا مزل به روان وي،زه باور لرم چې د ښه کارکردګۍ په سوب درې كاله پس به قائد محمد نواز شریف په شمرۍ كښې راروانو ټاكنو كښې هم كاميابي ترلاسه كړو او هېواد به يو معاشی قوت جوړ كړو۔دې څخه وړاندې دستوري ته وينا كښې د پنجاب وزیر اعلی مریم نواز ووئيل ما ته د اولسي خدمت کولو منډيټ ترلاسه شوې،د كوم بشپړولو له چې به هر ممكن هڅي كولې شي،ګوجرانواله كښې ماس ټرانزټ بس سروس په دې كښې يوه منصوبه ده په دې د ګوجرانواله اولس له مباركي وركوم۔دې ووئيل مسلم لیګ (ن) په اولسي خدمت باور لري،د كومي هم پرمختيائي منصوبې ذکر چې وګړې شي ، په هغې به د وزیراعظم محمد شهباز شریف او قائد محمد نواز شریف مهر په نظر راځي،د هغوي د وژن څخه زدكړه كولو سره مونږ صوبه كښې د خدمت هغه مزل بيا پېل كړے كوم چې د وزیراعظم محمد شهباز شریف او قائد محمد نواز شریف څخه پاتې شوې ؤ۔دې ووئيل خېبر پښتونخوا كښې 12 كلونو راهسې په اقتدار كښې د حکومت کارکردګی صفر ده،هلته هم اولس دروغو ته خیر باد وئيلو سره مسلم لیګ (ن ) له ووټ وركړې،د کے پی کے وزیر اعلی د اډیاله زندان په خوا كښې كېښناستلو په ځائ دې صوبے ته پام لرنه وكړي۔مریم نواز ووئيل راتلونكي دور كښې ټوله صوبه كښې د پرمختيائي منصوبو جال عزولې شي،دې سره به د اولس ته جدید سهولیات ترلاسه شي او د هغوي د ژوند معيار به ښه شي۔په دې موقع وزیراعظم محمد شهباز شریف او د پنجاب وزیراعلی مریم نواز د ماس ټرانزټ بس سروس منصوبه تختۍ مخ كتنه وكړه۔











