حکومت پاور سیکټر بحالۍ او جدت لپاره په لويه توګه اصلاحات کوي ۔ د توان وفاقی وزیر اوېس احمد خان لغاری

لاهور 06 دسمبر (اے پي پي) د توان وفاقی وزیر سردار اوېس احمد خان لغاری وئيلي چې پاکستان د توان په څانګه كښې تند رفتاره اصلاحات او صاف توان ودې د لارې سيمه كښې قائدانه کردار ترسره كوي،حکومت پاور سیکټر بحالۍ او جدت لپاره په لويه توګه اصلاحات کوي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د خالي په ورځ لاهور یونیورسټی آف مینجمنټ سائنسز(لمز) كښې دويم ایشیاء انرجی ټرانزیشن سمټ ته د …

لاهور 06 دسمبر (اے پي پي) د توان وفاقی وزیر سردار اوېس احمد خان لغاری وئيلي چې پاکستان د توان په څانګه كښې تند رفتاره اصلاحات او صاف توان ودې د لارې سيمه كښې قائدانه کردار ترسره كوي،حکومت پاور سیکټر بحالۍ او جدت لپاره په لويه توګه اصلاحات کوي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د خالي په ورځ لاهور یونیورسټی آف مینجمنټ سائنسز(لمز) كښې دويم ایشیاء انرجی ټرانزیشن سمټ ته د زوم د لارې خطاب کښې وكړه۔په دې موقع د خزاني پخوانې وفاقی وزیر ډاكټر شمشاد اختر، د سپریم کورټ آف پاكستان پخوانې جج جسټس منصور علی شاہ، پروګرام ډائریکټر مصطفیٰ امجد ،ډاكټر طارق جدون، ډاكټر عمیس عبدالرحمان ، حمزہ علی هارون پشمول د هېواد او بهر هېوادونو پوهان او زدكونكي موجود وو۔دا سمټ د پاکستان رینیوایبل انرجی کولیشن لمز او الائنس فار کلائمیټ جسټس اینډ کلین انرجی اشتراك سره شوې۔د توان وزير ووئيل په نړيواله كچه د توان سفارتی او معاشی توازن تندۍ سره بدليږي د كوم اثرات چې په پرمختګ كونكو هېوادونو او په خاص توګه په ایشیا پريوځي۔ده د توان نړيوالي ایجنسۍ او ملګرو ملتونو د رپورټس حواله وركولو سره ووئيل نړۍ دا مهال د توان او موسمیاتی حکمرانۍ يو نازك دور څخه تيريږي۔ده ووئيل ایشیا د نړۍ 48 فیصده د توان کھپت مرکز دے دغسې نړيوالې آبادۍ 60 فیصده براعظم ایشیا كښې پاتي كيږي چې له امله ئې دا سيمه د نړيوال انرجی ټرانزیشن مركز جوړ شوے۔د توان وزير ووئيل ایشیا كښې د د تجديد وړ توان كښې سرمایه كاري تيره لسيزه كښې تر 900 فیصده زياته شوي۔د پاکستان په اړه ده ووئيل هېواد د کاربن اخراج په نړيواله كچه يو فیصد څخه هم كم دے خو دا د نړۍ لس تر ټولو زيات ماحولیاتی خطرو سره مخ هېوادونو كښې شامل دے۔