اسلام آباد 06 دسمبر (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي خېبرپښتونخوا كښې هند سپانسرډ ترهه ګرو په ضد په دوه كامياب عملياتو كښې د سکيورټي فورسز ستائنه كولو سره د 9 خوارجو په وژلو امنيتي ځواكونو پيشه وره پوهه ستائلي ده۔د خالي په ورځ د كورنيو چارو وزارت د اړخه جاري شوې بيان له مخې محسن نقوي وئيلي چې د سکيورټي فورسز په وخت کارروائي كولو …
د كورنيو چارو وزير محسن نقوي د دوه کامياب عملياتو په مهال د 9 خوارجو په وژلو سکيورټي فورسز ته پيرزوئنې وړاندې كړي
اسلام آباد 06 دسمبر (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي خېبرپښتونخوا كښې هند سپانسرډ ترهه ګرو په ضد په دوه كامياب عملياتو كښې د سکيورټي فورسز ستائنه كولو سره د 9 خوارجو په وژلو امنيتي ځواكونو پيشه وره پوهه ستائلي ده۔د خالي په ورځ د كورنيو چارو وزارت د اړخه جاري شوې بيان له مخې محسن نقوي وئيلي چې د سکيورټي فورسز په وخت کارروائي كولو سره خوارج وژلي دي ،د خوارجو ناوړه عزائم په ناكامه كولو سيکورټي فورسز ته پيرزوئنې وړاندې كوو۔ محسن نقوي ووئيل د سکيورټي فورسز په جرات او پروفيشنل ازم فخر كوو،فتنه الخوارج په ضد سکيورټي فورسز لوئې كاميابۍ ترلاسه كړي۔ده ووئيل خېبرپښتونخوا كښې امن لپاره امنيتي ځواكونه لوظي دي۔











