د ميجر شبير شريف بهادري او شجاعت هغه روښانه مينار دے كوم څخه چې نسلونه لارښودنه ترلاسه كوي۔د كورنيو چارو وزير محسن نقوي

اسلام آباد 06 دسمبر (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي د ميجر شبير شريف شهيد (نشان حيدر) ځانګړي جرات ته پيرزوئنې وړاندې كولو سره وئيلي چې د ميجر شبير شريف بهادري او شجاعت هغه روښانه مينار دے كوم څخه چې نسلونه لارښودنه ترلاسه كوي۔۔د خالي په ورځ د كورنيو چارو وزارت د اړخه جاري شوې بيان له مخې محسن نقوي وئيلي چې ميجر شبير شريف شهيد …

اسلام آباد 06 دسمبر (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي د ميجر شبير شريف شهيد (نشان حيدر) ځانګړي جرات ته پيرزوئنې وړاندې كولو سره وئيلي چې د ميجر شبير شريف بهادري او شجاعت هغه روښانه مينار دے كوم څخه چې نسلونه لارښودنه ترلاسه كوي۔۔د خالي په ورځ د كورنيو چارو وزارت د اړخه جاري شوې بيان له مخې محسن نقوي وئيلي چې ميجر شبير شريف شهيد د هېواد د دفاع روښانه علامت دے،د هغه ايماني جذبې او شجاعت نوې تاريخ جوړ كړې۔محسن نقوي ووئيل ميجر شبير شريف شهيد 1971 جنګ كښې د جرات او شجاعت په زړھ پورې څرګندوني سره عمر لپاره امر شوے۔ د كورنيو چارو وزير ووئيل د بياس سدھار ګيل په محاذ پر ميجر شبير شريف د لاسو د دښمن مورچے تباه شوې او د هغه جرات د دښمن لپاره د ويرې علامت جوړ شوې، او هغه د شهادت عظيم رتبه ترلاسه كړې،ميجر شبير شريف د پاكستان هغه منفرد سپاهي دے كوم چې ستارهٔ جرات هم لرله او نشان حيدر هم۔ محسن نقوي ووئيل د ميجر شبير شريف بهادري او شجاعت هغه روښانه مينار دے كوم څخه چې نسلونه لارښودنه ترلاسه كوي، دښمنانو لپاره ښكاره پيغام دے چې د هېواد هر سپاهي جذبے ، همت او وفا كښې د ميجر شبير شريف وارث دے ۔