اسلام آباد 05 دسمبر (اے پي پي) د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير احسن اقبال وئيلي دي چې مونږ له به تېز رفتار پرمختګ لپاره د امن موټروے جوړول وي، امن د پرمختګ بنيادي کنجي ده، يو ټولنه د تل پاتي پرمختګ او د امن همغږۍ نه غېر وده نشي كولې۔ د جمعې په ورځ د پيس اينډ ډويلپمنټ يونټ پرانستې دستورې ته خپلې وېنا كښې ده ووئيل اسلام …
ځوانان د انتها پسندۍ، عدم برداشت او د كركې په څېر منفي رجحاناتو څخه خوندي ساتل د وخت ضرورت دے۔ وفاقي وزير احسن اقبال
اسلام آباد 05 دسمبر (اے پي پي) د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير احسن اقبال وئيلي دي چې مونږ له به تېز رفتار پرمختګ لپاره د امن موټروے جوړول وي، امن د پرمختګ بنيادي کنجي ده، يو ټولنه د تل پاتي پرمختګ او د امن همغږۍ نه غېر وده نشي كولې۔ د جمعې په ورځ د پيس اينډ ډويلپمنټ يونټ پرانستې دستورې ته خپلې وېنا كښې ده ووئيل اسلام د امن٬ ورورولۍ او روادارۍ مذهب دے٬ د پاكستان د انتها پسندۍ، عدم برداشت او د كركې په څېر منفي رجحاناتو څخه خوندي ساتل د وخت ضرورت دے۔ ده ووئيل انتها پسندي يوه ګڼ اړخيزه مسئله ده٬ د كومې چې سياسي، معاشي، سماجي، مذهبي، لساني او سيمه ايز اړخونه دي٬ تر څو چې په اصل محركاتو او اسبابو پوهه نشې د دې د اوږدې مودې حل ممكن نه دے۔ ده ووئيل مکالمه، برداشت او د اورېدو حوصله په ټولنه كښې اتفاقِ رائے او همكاري پېدا كولې شي٬ د نړۍ كامياب تجربو څخه زده كړه كولو سره به پاکستان له د خپلو حالاتو له مخئ بهتر او مؤثره حکمتِ عملي اختيارول وي۔ ده ووئيل د حکومت پروګرام “اړان پاکستان” ځوانان روادارۍ، مثبت سوچ او د ملي وحدت پلو لارښودنه كوي٬ احسن اقبال ووئيل امن، سماجي يووالې او معاشي پرمختګ د پاكستان د سباٶن اصل كنجيانې دي٬ حكومت پرمختيائي منصوبې امن ته ودې او سيمه ايز همغږۍ سره تړي دغسې چې د پرمختګ موقعې زياتي شي او محرومۍ لرې شي۔











