د قامي اسمبلۍ ٬ سينيټ او صوبائي اسمبلۍ غړي دې 31 دسمبر څخه وړاندې د مالي كال 25-2024 اثاثو او واجبات ګوشوارې جمع كړي: اليكشن كميشن

اسلام آباد۔5دسمبر(اے پی پی) اليكشن كمېشن د سېنېټ ٬ قامي او صوبائي اسمبليو غړو پام دې پلو پلو راګرځولے دے چې هغوي د 31 دسمبر څخه وړاندې د مالي كال 25-2024 اثاثو او واجبات ګوشوارې جمع كړي٬ تر ټاكلې نېټې د ګوشوارو نه جمع كوؤنكو غړو تفصيلات به د كال 2026 جنورۍ مياشتې په اولنۍ نېټه جاري كولې شي۔ د جمعې په ورځ د الېكشن كمېشن لخوا د جاري شوي …

اسلام آباد۔5دسمبر(اے پی پی) اليكشن كمېشن د سېنېټ ٬ قامي او صوبائي اسمبليو غړو پام دې پلو پلو راګرځولے دے چې هغوي د 31 دسمبر څخه وړاندې د مالي كال 25-2024 اثاثو او واجبات ګوشوارې جمع كړي٬ تر ټاكلې نېټې د ګوشوارو نه جمع كوؤنكو غړو تفصيلات به د كال 2026 جنورۍ مياشتې په اولنۍ نېټه جاري كولې شي۔ د جمعې په ورځ د الېكشن كمېشن لخوا د جاري شوي پرېس ريليز له مخې د قامي او صوبائي اسمبليو او سېنېټ غړي خبر كړې شوي چې هغوي د روانې مياشتې 31 مې نېټې څخه وړاندې د مالي كال 25-2024 د اثاثو او واجبات ګوشوارې جمع كړي۔ تر ټاكلې نېټې د ګوشوارو نه جمع كوؤنكو غړو تفصيلات به د كال 2026 جنورۍ مياشتې په اولنۍ نېټه جاري كولې شي۔تر 15 جنورۍ د ګوشوارو نه جمع كوونكو غړو ته د كوم هم ايوان په كارروايۍ كښې د برخې اخستلو اجازه به نه وركړې كېږي