اسلام آباد۔5 دسمبر(اے پی پی) د قامي ډيجيټل ایسټ فریم ورک په پېشرفت د اعلیٰ كچې مشاورتي غونډه د جمعې په ورځ وشوه د كومې صدارت چې د خزانې وفاقي وزير سېنېټر اورنګزیب او د پي واي آرا (PVARA) چيئرمېن بلال بن ثاقب په ګډه وكړو۔ په غونډه كښې د سټېټ بنك آف پاكستان ګورنر ٬ د ملكي بېنكونو صدرانو او اېګزېكټوز او د بائنانس نړيوال سي اي او رچرډ …
په قامي ډيجيټل ايسټ فريم ورك نړيوالو او ځائي مالياتي لارښودو سره د اعلی كچې مشاورتي غونډه
اسلام آباد۔5 دسمبر(اے پی پی) د قامي ډيجيټل ایسټ فریم ورک په پېشرفت د اعلیٰ كچې مشاورتي غونډه د جمعې په ورځ وشوه د كومې صدارت چې د خزانې وفاقي وزير سېنېټر اورنګزیب او د پي واي آرا (PVARA) چيئرمېن بلال بن ثاقب په ګډه وكړو۔ په غونډه كښې د سټېټ بنك آف پاكستان ګورنر ٬ د ملكي بېنكونو صدرانو او اېګزېكټوز او د بائنانس نړيوال سي اي او رچرډ ټینګ په شمول سينئر قيادت ګډون وكړو۔ په غونډه كښې په هېواد كښې محفوظ ٬ منظم او په جدت اډانه ډيجيټل ايسټ اېكو سسټم جوړولو له د پورته كېدونكو ګامونو جاج واغستلے شو۔ سېنېټر اورنګزېب ووئيل پاكستان د ټېكنالوجي جدت ته ودې وركولو له مضبوط او په سباؤن كښې د رېګولېټري چاپېريال برابرولو عزم لري۔ ده په دې خبره زور راوړو چې د حكومتي ادارو ٬ لائسنس لرونكو نړيوال اېکسچېنجز او د ملكي بنكونو ترمينځه د نزدې مرستې ادائيګو نظام عصري كولو ، مالی شمولیت زياتول او نړيوال معيار سره هم آهنګ كول زيات ضروري دي۔ د بائنانس پلاوي په نړيوالو رجحانات او د پاكستان تندۍ سره په زياتېدونكي ډیجیټل ایسټ سېکټر مكمل خبرې وكړې۔ په غونډه كښې د خود مختاره پورونو په ټوکنائزېشن هم خبرې وشوې۔ په غونډه كښې ورچوئل ایسټ سروس پرووائیډرز لپاره د منظم لائسنسنګ نظام جوړولو جاج هم واغستلے شو۔ د پي وي آراﺀ چيئرمېن بلال بن ثاقب ووئيل پاكستان يوه ځانګړې موقع لري چې هغه نړيوال اصول يوازې دا نه چې خپل كړي بلكې د دې په تشكيل كښې د لارښودنې كردار ترسره كړي۔ ده د ریګولېټرز، د بېنکونو او نړيوالو اېکسچېنجز ترمينځه د رابطې په اهميت زور هم راوړو۔ بلال بن ثاقب د پاكستان فرسټ اپروچ د عزم پخلے وكړو كوم چې د زيات سټېک هولډر مرستې ، رېګولېټري همغږۍ او د رېګولېټری سېنډ باکسز جوړولو د لارې ذمه دار ډیجیټل خپلول باوري كوي۔ ده د ټولو ګډون كوؤنكو مننه وكړه او غوره نړيوالو رواياتو په رڼا كښې يۍ د پرله پسې مرستې ٬ کېپیسټی بلډنګ او نالج شيئرنګ په حاجت زور راوړو۔











