سپيكر سردار اياز صادق د ملك انور تاج د پلار په مړينه خواشيني اوښودله

اسلام آباد 05 دسمبر(اے پی پی) د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق د قامي اسمبلۍ غړي ملك انور تاج د پلار په مړينه غمرازي ښكاره كولو سره د هغه لپاره فاتحه خواني كړې۔ د جمعې په ورځ د قامي اسمبلۍ سپيكر د ملك انور تاج استوګنې ته لاړو او دغلته يۍ هغه سره د پلار په مړينه لاس نيوه وكړه۔ سپيكر د ارواښاد بخښنې او لوړو درجو له دعا …

اسلام آباد 05 دسمبر(اے پی پی) د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق د قامي اسمبلۍ غړي ملك انور تاج د پلار په مړينه غمرازي ښكاره كولو سره د هغه لپاره فاتحه خواني كړې۔ د جمعې په ورځ د قامي اسمبلۍ سپيكر د ملك انور تاج استوګنې ته لاړو او دغلته يۍ هغه سره د پلار په مړينه لاس نيوه وكړه۔ سپيكر د ارواښاد بخښنې او لوړو درجو له دعا وكړه۔ په دې موقع سپيكر ووئيل د ارواښاد په حق رسېدل د انور تاج كورنۍ لپاره ژور غم او نه ترسره كېدونكے زيان دے۔ ده ووئيل د مور پلار په حق رسېدو سره چې كومه خلا رامخې ته شي هغه كله نه ختمېږي۔ د غم په دې وخت كښې مونږ غمجنې كورنۍ سره يو برابر شريك يوو۔ سپيكر دعا وكړه چې پاك پروردګار دې ارواښاد له د خپل رحم په پلو كښې ځاے او غمجنې كورنۍ له د صبر او زغم توفيق وركړي