اسلاآباد۔ 5 دسمبر (اے پي پي) د موسمياتي بدلون او ماحولياتي هم غږۍ وزير ډاكټر مصدق ملك وئېلي دي د تودوخې زياتېدونكې دره او د ګلېشيئرز په بيړه ويلې كېدل زمونږ د اړخه د خورې شوې الودګۍ او د موسمياتي بدلون نيغ په نيغه نتيجې دي۔ د دې خيالاتو څرګندونه د فطرت تحفظ نړيوالې ادارې (ډبليو ډبليو ايف) تر سېوري لاندې د اباسين ډولفن تحفظ د 25 كالو په ترسره …
د تودوخې زياتېدونكې درجه او د ګلېشيئرز ولې كېدل د موسمياتي بدلون نتيجې دي٬ ډاكټر مصدق ملك
اسلاآباد۔ 5 دسمبر (اے پي پي) د موسمياتي بدلون او ماحولياتي هم غږۍ وزير ډاكټر مصدق ملك وئېلي دي د تودوخې زياتېدونكې دره او د ګلېشيئرز په بيړه ويلې كېدل زمونږ د اړخه د خورې شوې الودګۍ او د موسمياتي بدلون نيغ په نيغه نتيجې دي۔ د دې خيالاتو څرګندونه د فطرت تحفظ نړيوالې ادارې (ډبليو ډبليو ايف) تر سېوري لاندې د اباسين ډولفن تحفظ د 25 كالو په ترسره كېدو تابيا شوي كانفرنس ته خطاب كښې وكړه۔ ده د راوي درياب د اوبو په ډېره ناولتيا د اندیښنې څرګندونې سره ووئېل دغه اوبه اوس د كركېلې لپاره هم د كارولو جوګه نه دي پاتي ٬ د اوسنو سېلابونو د لاسه معاضي زيان د ټول قامي پېداوار (جي ډي پي) 5۔9 فيصد نه زيات شوے ٬ خو د دې موسمياتي آفات انساني قيمت د دغې نه ډېر زيات دے او تكليف وركونكے دے۔ ده ووئېل د تېرو څلورو لويو سېلابونو په مهال 4700 نه زيات كسان په حق رسېدلي او 17000 نه زيات معذوره شوي دي۔ ده د اباسين ډولفن د تحفظ لپاره د ډبليو ډبليو ايف د خدمات ستائنې سره د وزارت لخوا د هر ډول مرستې باور وركړو۔











