د وزيراعظم شهباز شريف فيلډ مارشل عاصم منير له د پاكستان اولني چيف آف ډيفنس فورسز په ټاكلے كيدو مباركي

اسلام آباد۔5 دسمبر(اے پی پی) وزيراعظم شهباز شريف فيلډ مارشل عاصم منير له د پاكستان اولني چيف آف ډيفنس فورسز په تاريخي ټاكنه مباركي وركولو سره وئيلي دي د قامي سلامتيا د نګرانۍ كونكي په توګه د ده قيادت زمونږ د مېړنو وسله والو ځواكونو په معركه حق كښې پرېكنده بريا ته رسولو كښې بنيادي كردار ترسره كرے دے۔ د جمعې په ورځ په اېكس خپل پېغام كښې وزيراعظم ووئيل …

اسلام آباد۔5 دسمبر(اے پی پی) وزيراعظم شهباز شريف فيلډ مارشل عاصم منير له د پاكستان اولني چيف آف ډيفنس فورسز په تاريخي ټاكنه مباركي وركولو سره وئيلي دي د قامي سلامتيا د نګرانۍ كونكي په توګه د ده قيادت زمونږ د مېړنو وسله والو ځواكونو په معركه حق كښې پرېكنده بريا ته رسولو كښې بنيادي كردار ترسره كرے دے۔ د جمعې په ورځ په اېكس خپل پېغام كښې وزيراعظم ووئيل د پاكستان اولس به د فيلډ مارشل دغه زړه ور او مېړنے قيادت تل ياد ساتي كوم چې د جنګ په سختو حالاتو كښې وسله وال ځواكونه يو وساتل او د ګران وطن تاريخي كاميابي يۍ باوري كړه۔ وزیراعظم ایئر چیف مارشل ظهیر احمد بابر سدھو ته هم د ملازمت په موده كښې د پراختيا مباركي وركړه۔ وزیراعظم ووئيل د دوئي په زړه پورې مشرتابه كښې پاك فضائيه د ځانګړي پېشه ور مهارت په څرګندونې د دښمن 7 الوتكې او عصري ميزائل دفاعي نظام تباه كړو او د پاكستان فضائي برتري يۍ لا مضبوطه كړه۔ وزیراعظم ووئيل ټولې قامي ادارې د پاكستان دفاع ٬ پرمختګ او سوكالۍ لپاره يو دي۔ ده ووئيل كه پاك پروردګار ته منظور وي مونږ به د خپل وطن دفاع په حقيقي معنو كښې ناقابل تسخير كړؤ